په ژوندی پڼه خپرونه
    په امریکا کی د موټر چلوونکو لپاره د چرسو مغازه پرانیستل کیږي

    په امریکا کی د موټر چلوونکو لپاره د چرسو مغازه پرانیستل کیږي

    © Fotolia/ janifest
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 11 0 0

    د امریکا د کولورادو په ایالت کی د طبي چرسو لومړی مغازه پرانیستل کیږي چی په هغو کی نیشه یي مواد له موټر نه له وتلو پرته رانیول کیدای شي. په دې هکله Time خبر ورکړی.

    د Tumbleweed Express Drive-Thru پرانیستل د اپریل په ۲۰ نیټه پلان شوي دي. هرڅوک چی عمر یې ۲۱ کلو ته رسیدلی وي، دا دارو په قانوني توګه د رخصتیو په ورځ د لمرپریوتو له ۱۶ بجو تر نیمې شپې رانیولی شي
    د مغازې د مدیر مارک سمیت په وینا، هغه هیله نه درلوده چی نړیوالې رسنی به د ده د بیزنس په هکله لیکنې وکړي. د دغه سړي په وینا، ده یوازې د رانیونکو د اړتیاوو هرکلی کړی. په دې توګه دغه امریکايي یو له هغو سوداګرو څخه دی چی د هنرمندې ووپي ګولډبیرګ او ریپیر سنوپ ډاګ په څنګ کی یې په قانوني توګه خپل فعالیت له چرسو سره تړلی.
    د امریکا د فدرالي قوانینو سره سم، چرس ممنوع ماده شمیرله کیږي. د چرسو د لږ مقدار ساتنه هم جرم شمیرل کیږي. خو تر نیمايي زیاتو ایالتونو (د کولورادو په ګډون، چیرې چی Tumbleweed Express Drive-Thru واقع دی)، د دغې نیشه یي مادې استعمال ته د علاج په غرض اجازه ورکړې ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی