په ژوندی پڼه خپرونه
    دافغانستان د نشه يي توکو قاچاق شمالي قفقاز ته یو جدي ګواښ دی

    دافغانستان د نشه يي توکو قاچاق شمالي قفقاز ته یو جدي ګواښ دی

    © Sputnik/ Sergey Guneev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 7111

    له افغانستان نه دنشه يي توکو قاچاق دشمالي قفقاز فدرالي سیمې ته یو جدي ګواښ دی. په دې هکله څرګندونې نن دروسیې دملي امنیت دشورا مشر نیکولای پاتریشوف په ستاوروپل کې کړې دي.

    دروسیې دملي امنیت دشورا مشر نیکولای پاتریشوف نن په ستاوروپل کې په دې هکله وویل: "د شمالي قفقاز په فدرالي سیمه کې دنشه یې توکو د قاچاقو په تړاو حالات ښه نه دي. له افغانستان نه دنشه یې توکو قاچاق چې دنړیوال مالي تروریزم سره ټینګ تړلی دی، یو جدي ګواښ دی. په افغانستان کې دکوکنارو دکښت کچه ​​په ثابت ډول په وده کې ده".

    د پاتریشوف په وینا؛ دنشه یې توکو دقاچاقو دبهیر په پیاوړتیا کې دترانزیت موټرونو او دمسافرینو دکنترول ټیټه کچه مرسته کوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی