په ژوندی پڼه خپرونه
    په هرځای کې چې سختدریځ اسلامپال جنګیږي، هملته «سپین خولي» پراخې مرستې کوي

    په هرځای کې چې سختدریځ اسلامپال جنګیږي، هملته «سپین خولي» پراخې مرستې کوي

    © REUTERS/ Ammar Abdullah
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 22 0 0

    په سوریه کې د «سپین خولیو» سازمان د بشري مرستو کوم سازمان نه دی، په ډېر احتمال دا تبلیغاتي سازمان دی. د دغه سازمان له فعالیت څخه په لوېدیزو رسنیو کې ډېر پراخ ملاتړ کیږي او د فعالیت لګښتونه یې په ډېر سخاوت ورکول کیږي.

    د بشري مرستو یو فعال، په IT تکنالوژیو کې خپلواک کارپوه، المانی جوآخیم ګیلیارد له «سپوتنیک» سره په مرکه کې په همدې تړاو ښه رڼا اچولې ده. جوآخیم ګیلیارد له ۱۹۸۰-یمو کالونو راهیسې د سولې او پیوستون په ملاتړ د غورځنګ ګډونوال دی او خپل بلوګ هم چلوي.

    د ی د دې بلنې ورکوي چې د «سپین خولیو» سازمان ته د میلیونو یورو د ورکولو پرځای دې د سوریې پرضد لګېدلي بندیزونه لرې شي.

    ګیلیارد په دې باور دی، چې که د «سپین خولیو» سازمان د اسد ضد ټلوالې تبلیغي سازمان وبلل شي، بې عدالتي به نه وي. د جوړې شوې افسانې له مخې په دغه سازمان کې سوریایان د دې لپاره سره راټول شوي، چې د دغې کورنۍ جګړې له جنګځپلو سره مرستې وکړي. خو، په حقیقت کې دغه سازمان سوریایانو نه دی جوړ کړی، بلکې یوه پخواني برتانوي افسر جېیمیس لې مېزیورې جوړ کړی. دغه برتانوی افسر اوس د خپلو نورو کارونو په څنګ کې د قطر پوځي سلاکار هم دی. داسې ښکاري چې د دغه سازمان د فعالیت لګښتونه په لومړي سر کې قطر ورکول او وروسته د امریکا او بریتانیا د حکومتونو له خوا ورکول کېدل. او المانیانو هم په خپل وار په میلیونو یورو ورکولې.

    ویل کیږي چې په وروستیو دریو کالونو کې دغه سازمان تر ۱۰۰ میلیونو یورو پورې پیسې لاسته راوړي دي. او د دغو پیسو ډېره برخه له رسنیو سره پر کار کولو لګول کیږي. هو، د «سپین خولیو» د سازمان غړي، د سیمې له خلکو سره مرستې کوي، خو په هغو ځایونو کې ډېر فعال دي، چې هلته د سختدریځه اسلامپالو وسله والې ډلې ټپلې ډېرې فعالې دي. په ختیز حلب کې د دې اوازې خپرې دي، چې د دغه سازمان غړي، په واقعیت کې یوازې له جګړه مارانو سره مرستې کوي. ما ته د دغو اوازو په تړاو قضاوت کول سخت دي. خو دا خبره بیخي ثبوت شوې، چې «سپین خولي» د «جبهة النصره» په ګډون له ټولو وسله والو ډلو ټپلو سره په کلکه همکارۍ او د هغوی د فعالیت په سیمه کې کار کوي.  کله چې یاد سازمانونه له ختیز حلب څخه وشړل شول، «سپین خولي» هم لاړل. همدې ته په کتو د دغه سازمان د ټولو کړنو او اطلاعاتو په ارزولو کې له ډېر احتیاط څخه باید کار واخیستل شي.

    جوآخیم ګیلیارد وایي چې د «سپین خولیو» سازمان په ۲۰۱۳ کال کې په تورکیه کې د سوریې د بهرني اپوزیسیون او د «سوریې ازاد اردو» په منځ کې جوړ شو. د دغه سازمان رسمي نوم «د سوریې مدني دفاع» دی. خو د «سوریې مدني دفاع» په نامه ریښتوني مدني سازمان هم شته. او دغه سازمان په ریښتیا د خلکو په خدمت کې دی او د «سپین خولیو» بر عکس، د نه الوت د سیمو د جوړولو او د ناټو د لاسوهنې غوښتنې نه کوي. د «سپین خولیو» دغه غوښتنې د دوی له غرضي موخو پرده پورته کوي.

     د «سپین خولیو» په پته اوس سویډن هم نېوکې پیل کړي دي. «د سویډن د بشري حقوقو ملاتړي ډاکتران» نومي سازمان (SWEDHR) د وړاندې کړو ویډیویي توکو او عکسونو پر بنسټ اعلان وکړ: دا د «سپین خولیو» ژغورنیز عملیات دي، که چېرې دا ریښتیا وي، نو دغه ډول عملیات خو په مرګ هم پایته رسېدای شي. سوېډنی څېړونکی یان اوبېرګ هم د «سپین خولیو» پر سازمان ډېرې نېوکې لري. دی وایي: له هغه څه څخه، چې موږ یې وینو، ډېری یې جعلي خېژي. نو ځکه، که چېرې د سویډني ډاکترانو د څېړنو نتېجې ریښتوني وخېژي، زما لپاره به هېښوونکې نه وي. یان اوبېرګ ختیځ حلب ته هم تللی او هلته هم لېدلي حالت هېښ کړ. دی زیاتوي: هغه مهال، چې د دې شونتیاوې راپیدا شوې، چې د بشري مرستو سازمانونه ختیځ حلب ته لاړ شي او هلته له جګړې ځپلو سره بشري مرستې وکړي، «سپین خولیو» خپله د نوبل بدیله جایزه واخیسته او له ختیز حلب نه یوناڅاپه ورک شول.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی