په ژوندی پڼه خپرونه
    په جرمني کی د سوریې په هکله د روسیې، ترکیې او ایران له همکاری اندیښنه لري

    په جرمني کی د سوریې په هکله د روسیې، ترکیې او ایران له همکاری اندیښنه لري

    © Fotolia/ Sven-Sebastian Markschies
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3 0 0

    د سوریې د شخړې د حل په هکله د روسیې، ترکیې او ایران همکاری د اروپا او د امریکا په مشری د داعش ضد ایتلاف له برخې اخیستو پرته د اندیښنې سبب ګرزي، ځکه چی معقول حل یوازې د ټولو لورو په ګډون ممکن دی. دا ټکۍ د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت رسمي استازي مارتین شیفیر د لنډ مطبوعاتی کنفرانس په ترځ کی اعلان کړ.

    شیفیر، په دې هکله د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر زیګمار ګابرییل پر خبرو د تبصرې په ترځ کی چی باید د امکان په صورت کی د روسیې لوري ته د انقرې د سیاسي خوځیدو مخه ونیوله شي، وویل:« د ترکیې، روسیې او ایران ترمنځ انډیوالي او همکاری وجود لري، دا له هغې جملې په آستانه کی د حل په هکله په خبرو تمامه شوې ده. دا، چی دا د اروپا او د امریکا په مشری د داعش ضد ایتلاف له برخې اخیستو پرته صورت مومي، زموږ لپاره، په څرګنده، د اندیښنې وړ دلیل دی، ځکه چی موږ عقیده لرو چی موږ په سوریه کی د دې وحشتناکې شخړې پر معقول حل هغه وخت لاس مونلی شو، که چیرې ټول په هغې کی برخه واخلي، نه یوازې روسیه، ترکیه او ایران».

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی