په ژوندی پڼه خپرونه
    د «روسیه-هند-ایران» د درې اړخیز ډیالوګ په اډانه کې بین المللي کنفرانس

    د «روسیه-هند-ایران» د درې اړخیز ډیالوګ په اډانه کې بین المللي کنفرانس

    © Sputnik/ Vladimir Trefilov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2110

    د ۲۰۱۷ کال د اپرېل پر ۱۵-مه د ایران په پلازمېنه تهران کې د «روسیه-هند-ایران» د درې اړخیز ډیالوګ په اډانه کې جوړ شوی دریم بین المللي کنفرانس پایته ورسېد.

    دغه کنفرانس د «روسي نړۍ» نومې بنسټ، د هند د «څېړنیزه څارونکې شورا» په نامه د هند د یوه ټولنیز سازمان او د ایران د «سیاسي او بین المللي څېړنو انستیتوت» له خوا تنظیم او جوړ شوی وو. د دغه کنفرانس په کار کې د درې واړو هېوادونو سیاستوالو، ختیځپوهانو، دیپلوماتانو، سیاستپوهانو او کارپوهانو ګډون کړی وو. د «سپوتنیک» مبصر ختیځپوه ولادیمیر ساژین هم په دغه کنفرانس کې برخه اخېستې وه. دی د دغه کنفرانس او په هغه کې د خپل ګډون په تړاو په خپله تبصره کې داسې وایي:

    «د دغې غونډې د تنظیموونکو او چمتو کوونکو په اند، دا د ښکاره دیپلوماسي په اډانه کې په جوړېدونکو غونډو کې ډېره مهمه او نوښتیزه غونډه وه. د دغه اډانې لومړنۍ غونډه، چې د تمدني بحثونو د نوي جوړښت بنسټ یې کېښود، په مسکو کې د ۲۰۱۵ کال په جون کې جوړه شوه او دویمه غونډه یې د همغه کال په دیسمبر کې په ډيلي کې وشوه. دا ده، دریمه غونډه یې د دغه نوې اډانې دریم غړي هېواد — ایران په خپله پلازمېنه کې جوړه کړه. په دې ډول د غونډه یوه دوره پایته ورسېده».

    ولادیمیر ساژین د خپلې تبصرې په ترڅ کې زیاتوي: دغه غونډه د هغو ډېرو جدي ګواښونو په فضا کې جوړه شوې وه، چې اوسمهاله نړۍ یې موږ ته راوړي. همدې ته په کتو،د دغې غونډې لومړنۍ اجندا ته «د جیو پولیتیک او جیواقتصادي بدلونونو په ترڅ کې نړیوال ګواښونه» سرلیک ورکړای شو.

    د غونډې ګډونوالو په خپلو ویناوو کې دا خبره کوله، چې نړۍ په رېښه ییز ډول بدلیږي. د نړیوالتوب او د نړیوالتوب ضد غورځنګونو ترمنځ مبارزه ډېره تودیږي. نن ورځ یو هېواد هم د دې وس نه لري، چې نړۍ (او حتا د نړۍ یوه برخه) د خپل زړه په خوښه او غوښتنه د خپلې نقشې له مخې بدله کړي. د «سړې جګړې» او د دوو سترو زبر ځواکونو — د شوروي اتحاد او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د مخامختیا په وختونو کې د همدغه کار د کولو هڅې کېدلې. سربېره پر همدې، نن حتا ډېر غښتلي هېوادونه هم  د دې وس نه لري، چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې: په سوریه او عراق، په یمن او افغانستان، په شمالي کوریا او فلسطین کې امنیت او ثبات خوندي کړي. نن د نړۍ په بېلابېلو کړکېچنو سیمو کې د کړکېچونو د لرې کولو لپاره  د ډېرو هېوادونو ګډو هلو ځلو ته اړتیا ده. نن ورځ د ډېرو پېچلو نړیوالو پرابلمونو د حلونو د پیدا کولو په ګډه لټون ته اړتیا ده. او په دغو اوسمهالیزو شرایطو کې روسیه، هند او ایران په ګډه ډېر څه کولای شي.

    د کنفرانس دویمه اجندا «په سیمه کې د سولې او امنیت مسأله: افغانستان او منځنۍ اسیا» وه. د کنفرانس ګډونوالو پر دغه موضوع د غږېدا په ترڅ کې ډېره پاملرنه د افغانستان حالاتو ته اړولې وه. دوی د بحثونو په پایله کې دغې ګډې نظریې ته ورسېدل، چې په افغانستان کې بحران خپلې ژورتیا او پراختیا ته دوام ورکوي او د دې یو لامل د افغانستان د اسلامي دولت د مرکزي حکومت کمزوري ده.

    په غونډه کې دا هم وویل شول، چې د افغانستان اوسنی اساسي قانون د افغانستان د ژوند د ډېری واقعیتونو ځواب نه وایي او دا په خپل وار سیاسي کړکېچونه راپیدا کوي. د ساري په توګه په هېواد کې پارلماني ټاکنې څو ځله وځنډول شوې، د افغانستان د ولسمشر او اجراییه رییس ترمنځ د دندو ویشون هم، تراوسه پورې، همداسې ناروښانه پاتې دی. د پېښو په دغه ډول بهیر کې اپوزیسیون چې په سر کې د طالبانو غورځنګ دی، شونتیاوې او وس زیات او پیاوړی شوی، او د کابل په وړاندې غوښتنې یې لاپسې کلکیږي.

    د کنفرانس برخه والو یو شمېر داسې وړاندیزونه وړاندې کړل، چې موخه یې په افغانستان کې په دښمنۍ کې د ښکېلو ځواکونو ترمنځ د ګډې ژبې او پوهېدا لټون او پیدا کول دي. د ساري په توګه یو وړاندیز دا وو، چې لویه جرګه دې راوبلل شي او د هغې په اډانه کې دې د خبرواترو له لارې داسې پرېکړې وشي، چې حکومت او اپوزیسیون دواړو ته د منلو وي. د افغانستان د اسلامي دولت په اساسي قانون کې د داسې بدلونونو د راوستلو پر شونتیاوو هم بحثونه وشل، چې له یوې خوا له اسلامي او ملي دودونو او ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي او له بلې خوا د افغاني ټولنې د ډېري اند دود ته د منلو وي.

    له طالبانو سره د کابل د ډیالوګ پر شونتیاوو هم بحثونه وشول. ایراني کارپوهانو خو د «نه طالبان» د پاملرنې وړ ویي هم وړاندې کړ. دغه ویي د طالبانو د غورځنګ د هغو پلویانو لپاره دی، چې پر ایډیالوژیکي دریځونو ولاړ پاتې دي، خو په خپل سیاست کې یې له کابل سره د ډیالوګ د شونتیاوو په لوري یو څه سمون راوستلی.

    هندي لوري نظر څرګند کړ، چې اوس له وسله وال اپوزیسیون سره د افغانستان د مرکزي حکومت د خبرواترو وخت نه دی. نن باید ټوله پاملرنه د افغانستان د واکمنې ټولنې په دننه کې پرابلمونو ته واړول شي او د دغې ټولنې د بېلابېلو ګوروپونو ترمنځ د خبرواترو له لارې د ګډې ژبې د پیدا کېدو هڅه وشي.

    پر همدې سربېره په کنفرانس کې په افغانستان کې د داعش پر ضد د مبارزې مسألې هم پورته شوې. په کنفرانس کې وویل شول، چې اوس مهال د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۵ ولایتونو کې د داعش ترهګر فعالیت کوي. په دې وروستیو کالونو کې د داعشیانو شمېر له څو سوو تنو څخه تر ۶-۷ زرو تنو پورې زیات شوی. داعش په زیات بریالتیوب د طالبانو په لیکو کې خپل پلویان پیدا کوي، قوماندانانو ته یې په میاشت کې تر ۶۰۰ ډالرو پورې او عادي جنګیالیو ته د ۲۰۰ ډالرو د ورکولو وړاندیزونه کوي او له دغې لارې د هغوی د خپلولو هڅې کوي.

    خو د طالبانو او داعش د ایډیالوژیو له ټول ورته توب سره سره، طالب-پښتانه نه غواړي چې د خراسان امارت په نامه د اسلامي خلافت یو ولایت شي. په کنفرانس کې دا هم وویل شول، چې د روسیې، هند او ایران له پلوه د افغانستان له مرکزي حکومت سره باید هر ډول مرستې وشي او په دغه کار کې باید اړینه همغږي راشي.

    د تهران کنفرانس د دریمې اجندا «په سیمه کې ترانسپورټ: انرژي او ترانزیټي دهلیزونه» په اډانه کې پر اقتصادي پرابلمونو هم بحثونه وشول. په دغو بحثونو کې دا نظر هم وړاندې شو، چې لوري باید پر موجودو پروژو نوې ارزوونکې کتنه وکړي. او دا دې لپاره چې د مالونو نوملړ او حجمونه، ټرانسپورټي لوري او د ترانسپورټي پروژو ګټورتوب هر اړخیز وارزول شي. د ساري په توګه وویل شول، چې له دغه اړخه دې د چین د ترانسپورټي پروژو د نیمګړتیاوو تجربه په پام کې ونېول شي. چین به اروپا ته مالونه په کانتینرونو کې لېږل، خو اړ وو، چې له اروپا نه د خپلو تشو کانتینرونو د راوړلو لګښت هم ور کړي.

    د مواصلاتي پروژو ډېره مهمه برخه به د مالونو د وړنې په لاره کې د ګمرکونو له منځه وړل وي، چې شمېر یې کله کله تر ۲۰ هم، اَوړي.

    د روسیې، هند او ایران استازیو په کنفرانس کې د خپلو ویناوو په ترڅ کې دا ومنله، چې د سیمې په مواصلاتي پروژو کې له سیمې د باندې پرتو هېوادونو، لکه جاپان، المان او نور هېوادونه، چې اړینې تکنالوژۍ او مالي سرچینې لري، د راګډولو پر لارو چارو هم باید فکر وشي او هغه پیدا شي.

    د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ابراهیم رحیمپوري د کنفرانس په وروستي پړوا کې په خپلې له محتوا ډکې وینا د ټول کنفرانس د کار پایلې په ګوته کړې او ویې ارزولې.

    ښاغلي رحیمپوري په ټینګار وویل چې ایران، هند اوروسیه هغه درې هېوادونه دي، چې په منځني ختیځ او نړۍ کې ډېر مهم رول لوبوي. دوی باید په خپلو ګډو هلوځلو سیمه ییز او نړیوال امنیت کلک کړي. او د دغه کار لپاره د بمونو او توغندیو کارولو ته اړتیا نشته. خو امریکا متحد ایالتونه، چې تر دویمې نړیوالې جګړې را وروسته یې د سیمې په چارو کې له لاسوهنې لاس نه دی اخیستی، د خپل زور سیاست ښیي. او د امریکا نوې ادارې خو دغه سیاست لاپسې کلک کړ. د غې ادارې که څه هم خپله بهرنۍ کړنلاره یې تراوسه نه فورمولبندي کړې، خو پر سوریه او افغانستان یې څه موده مخکېني ګوزارونه د منځني ختیځ د حالاتو په وړاندې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نظر او فکرونو ځانګړتیاوې په ډاګه کوي.

    د ایران، هند او روسیې د اړیکو د نور کلکولو او ژورولو ځواک ډېر ستر دی او د دې شونتیا ورکوي، چې د اړیکو نوي پړاو ته — ستراتیژیکي اړیکو ته پورې شو.

    اړینه ده، چې په سیاسي، اقتصادي او کولتوري ټولو لوریو کې دریځونه نور هم سره نېږدې کړای شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی