په ژوندی پڼه خپرونه
    په هره تیاره پسې رڼا شته

    په هره تیاره پسې رڼا شته

    © AFP 2017/ Roberto Schmidt
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5610

    افغانستان غواړي چې د سیمې د هېوادونو بله مشورتي غونډه هم راوغواړي او هغه په کابل کې جوړه کړي. او دغې غونډې ته به د مسکو د مشورتي غونډې پر ګډونوالو سربېره د امریکا متحدو ایالتونو او اروپایي اتحاد استازي هم راوبولي.

    د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي او ستراتیژیکي پلان جوړونې د څانګې د مدیر محمد اشرف حیدري له خولې، په دغه غونډه کې به «پرهغو سربېره، چې مسکو، په مسکو کې جوړې شوې مشورتي غونډې ته رابللي وو، امریکا متحد ایالتونه، اروپایي اتحاد او د افغانستان نور انډیوالان او متحدین هم برخه واخلي».

    د اوسمهالیز افغانستان په پوځي او سیاسي چارو کې کارپوه پیتر ګنچاروف په همدې تړاو په خپله تبصره کې داسې لیکي:

    امریکا، هره غونډه او کار، چې په خپله یې په هغه کې له ګډون کولو ډډه کړي وي، حتما بدناموي او بوینوي. که دغه کار ونه کړي، نو بیا امریکا نه ده. «امریکا غږ» د افغانستان د مسألې په تړاو په مسکو کې د جوړې شوې مشورتي غونډې په تړاو په خپله تبصره کې وویل: سره له دې چې افغانستان په دغه غونډه کې په ټيټ کچ ګډون کړی وو، بیا هم هلته د افغانستان د مسألې د حل په   

    تړاو د کابل وړاندیزونه او شرطونه ټول ومنل شول.

     afghanpaper.com   ته دې خدای خیر ورکړي، چې د مسکو په مشورتي غونډه کې د «کابل د غوښتنو او شرطونو» په تړاو یې وضعه روښانه کړې ده. دغه غوښتنې او شرطونه دا دي:

    لومړی. د افغانستان پلاوي ټینګار کړی، چې له دولت سره د دولت همکاري هیڅ ډول بدیل نه لري او له حکومت نه د ملاتړ په لاره کې ټولې سیمه ییزې هلې ځلې باید د کلکې او دایمي سیاسې روغې جوړې د لاسته راوړلو په موخه وي.

    دویم. په دې تړاو باید ډاډ او باور پیدا شي، چې سیمه ییزه صادقانه همکاري د افغانستان او سیمې ګډه غوښتنه ، چې د سولې راوستل دي، عملي کولای شي.

    دریم. په افغانستان کې د اوږد مودیزې سولې او ثبات په موخه، چې د ټولو په ګټه دي، سیمه ییزه اجماع د جوړېدو په حال کې ده او دغه اجماع باید، د افغانستان په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیره ملاتړ وکړي.

    څلورم. افغانستان د ترهګرۍ په وړاندې دوه ګونی چلند او د هغې انتخابي تعریف ردوي، د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په لاره کې د سیمې هلې ځلې باید د ترهګرۍ په وړاندې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو، چې پاکستان هم پکې دی، د مبارزې په ملي پروګرامونو کې وبرېښول شي.

    د کابل له خوا دغه وړاندې شوي شرطونه هغه دریځ ته په هېښوونکې ډول ورته دي، چې مسکو ان لا د امریکا او ناټو د طالب ضد عملیاتو «نه ماتېدونکې آزادي» په همغه پیل کې څرګند کړ. او د روسیې همدغه دریځ د افغانستان په تړاو د مسکو د اوسنۍ مشورتي غونډې په ګډه اعلامیه کې هم وبرېښول شو:

    ۱ — د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې د سولې د ژر ټینګېدا په موخه دې د ملي روغې جوړې د بهیر له وړاندېتګ سره د همکارۍ په لاره کې سیمه ییزې هلې ځلې، باید سره همغږه شي.

    ۲ — په افغانستان کې روان بحران پوځي حل نه لري او د هغه د پایته رسولو یوازې یوه لاره شته او هغه، لکه چې د ملګروملتونوټولنې د امنیت شورا په اړونده پرېکړه لیکونو کې ثبت شوې، په سیاسي لارو چارو د ټولو افغانانو ترمنځ د ملي یوالي د راتللو او ټینګېدا لاره ده.

    ۳ — د طالبانو د غورځنګ مشرتابه ته بلنه ورکړای شوه، چې د زور له لارې د افغانستان د کورنۍ شخړې د خلاصولو له کړنلارې ډډه وکړي او د ملي روغې جوړې پر مسأله  د افغانستان د اسلامي جمهوریت له حکومت سره د مخامخ خبرواترو د پیلولو هڅه وکړي.

    دلته یو بل ټکي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یې یادونه نه ده کړې، هم باید یاد شي. او هغه دا دی، چې د سلامشورو ګډونوالو په یوه خوله «د روسیې د دغه وړاندیز هرکلی وکړ، چې افغانانو ته به د خپلمنځو خبرو اترو لپاره چوتره ورکړي او د مسکو د «مشورتي غونډې» په اډانه کې د سلامشورو د دوام موافقه هم وشوه».

    محمد اشرف حیدري، په کابل کې پر کېدونکو سلامشورو د غږېدو په ترڅ کې وویل، چې د دغو سلامشورو اډانه به پراخه وي او دغه کار د دې لپاره اړین دی، چې په افغانستان کې د سولې د راوستلو پر لاره د وړاندېتګ په تړاو پراخ بحثونه وشي، او د سولې د بهیر د پرمختګ داسې نقشه جوړه او تصویب شي، چې په سیمه او له سیمې دباندې پراته ټول لېوال هېوادونه یې ملاتړ وکړي. خدای(ج) د وکړي، چې همداسې وشي.

    امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې د حالاتو په تړاو د مسکو په سلامشورو کې له ګډون کولو ډډه وکړه او د زور ښودنې په توګه یې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د مسکو د مشورتي غونډې له پیل نه یوه ورځ دمخه د «بمونو مور» بم  GBU-43 وچاوداوه.

    فکر نه کوو، چې روسیه به د افغانستان په تړاو په کابل کې د سیمه ییزو سلامشورو پر ورځ، چې امریکا متحد ایالاتونه هم پکې ګډون کوي، همدغه ډول ځواب ورکړي. هو، په کابل کې په پراخه اډانه کې د مشورتي غونډې جوړېدل هم، چې ښاغلي حیدري یې اعلان وکړ، د مسکو «مشورتي غونډې» ته، چې د امریکا متحدو ایالتونو له ګډون پرته وشوه، د واشنګټن ځواب دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی