په ژوندی پڼه خپرونه
    د نړۍ ترټولو شتمن څوک دی او څومره شتمنۍ لري؟

    د نړۍ ترټولو شتمن څوک دی او څومره شتمنۍ لري؟

    © Photo/ Pixabay
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 10220

    د نړۍ تر ټولو شتمن کس بیا هم بېل گېټس دی. امریکايی بېل گېټس د مایکرسافټ کمپنۍ بنسټ اېښودونکی دی او تر اوسه پورې د ۸۶ بیلیونه ډالرو شتمنۍ لرلو سره د نړۍ د شتمنو په درجه‌بندۍ کې پر خپل مقام پاتې شوی.

      په پرلپسې ډول دا څلورم کال دی چې نوموړی د نړۍ تر ټولو شتمن کس دی. تېرو ۲۳ کلونو کې بیل گیټس ۱۸ ځلي د نړۍ تر ټولو شتمن کس مقام خپل کړی. ۶۱ کلن بیل گیټس د «Bill & Melinda Gates» په نوم یو خیریه بنسټ لري چې موخه يي د درېیمې نړۍ په هېوادونو کې د پولیو او ملاریا له منځه وړل او ماشومانو ته د حفاظتي واکسینونو رسول دي. 

    د نړۍ ترټولو شتمن څوک دی او څومره شتمنۍ لري؟
    © AFP 2017/ Saul Loeb
    د نړۍ ترټولو شتمن څوک دی او څومره شتمنۍ لري؟

    له بیل گیټس وروسته د نړۍ دويم لوی شتمن وارن بفیټ ۷۵٫۶ (Warren Buffet) بیلیونه ډالره شتمني لري
    وارن بفېټ چې د «Oracle of Omaha» په نوم هم شهرت لري تر ټولو ځیرک او بریالی پانگوال گڼل کیږي. نوموړی د  «Berkshire Hathaway»چې ۶۰ مختلفې کمپنۍ په کې شاملې دي مشر او څښتن دی. نوموړي ژمنه کړې وه چې د خپلې شتمنۍ ۹۹ سلنه به خیریه کارونو ته ځانگړی کوي چې له همدې امله يې تر دې دمه ۲۸٫۵ بیلیونه ډالره په خیریه کارونو لگولي. 

    د نړۍ ترټولو شتمن څوک دی او څومره شتمنۍ لري؟
    د نړۍ ترټولو شتمن څوک دی او څومره شتمنۍ لري؟

    ۵۳ کلن جېف بېزوس Jeff Bezos چې ۷۲٫۸ بیلیونه ډالره شتمني لري، د نړۍ درېیم تر ټولو شتمن کس گڼل شوی دی
    امریکايی جیف بیزوس توانیدلی یوازې د یوه کال موده کې ۲۷٫۶ بیلیونه ډالره خپلې شتمنۍ کې اضافه کړي او په دې ډول ۲۰۱۷ کې درېیم مقام خپل کړي. بیزوس د امازون مشر او د سوداگرۍ په برخه کې ځانگړې لاسته‌راوړنې لري. نوموړي خپله سوداگري په ۱۹۹۴ کې یوازې د کتابونو پر لیکه خرڅولو څخه پیل کړې وه؛ خو اوس دغه کمپنۍ تر ټولو لږه موده کې ۱۰۰ بیلیونه ډالرو ارزښت تر لاسه کوونکې یوازینۍ کمپنۍ ده. 

    د نړۍ ترټولو شتمن څوک دی او څومره شتمنۍ لري؟
    © REUTERS/ Danny Moloshok
    د نړۍ ترټولو شتمن څوک دی او څومره شتمنۍ لري؟

    هسپانوی امانشیو اورتیگا Amancio Ortega چې اوسمهال ۸۱ کلن دی ۷۱٫۳ بیلیونه ډالره شتمنۍ سره څلورم مقام لري.
    . اورتیگا د اروپا تر ټولو شتمن کس دی او د «Zara» د سینگار لوازمو سوداگرۍ مشر او بنسټ اېښودونکی دی. نوموړی له دغې سوداگرۍ څخه هر کال ۴۰۰ میلیونه ډالره گټي چې دغه پیسې په مادرید، بارسلونا، لندن، شیکاگو، میامي او نیویارک کې د ښارجوړونې په سوداگریزو پروژو لگوي.

    د نړۍ ترټولو شتمن څوک دی او څومره شتمنۍ لري؟
    © AFP 2017/ Miguel Riopa
    د نړۍ ترټولو شتمن څوک دی او څومره شتمنۍ لري؟
     
    د فېسبوک بنسټ اېښودونکی مارک زوکربرگ اوس د نړۍ پنځم تر ټولو شتمن کس دی. ۳۲ کلن مارک زوکربرگ هم امریکايی دی او ۵۶ بیلیونه ډالره شتمنۍ لرلو سره يې پنځم مقام خپل کړی. د مارک زوکربرگ د عایداتو سرچینې ټولنیزې رسنۍ دي. نوموړی وروسته له هغه چې له هارورډ پوهنتون څخه وویستل شو ۲۰۰۴ کې کله چې ۱۹ کلن و فیسبوک جوړ کړ چې دغې ټولنیزې شبکې د وخت له تېرېدو سره ځانگړی شهرت پیدا کړ او نوموړی يي د نړۍ پنځم تر ټولو شتمن کړ. مارک زوکربرگ او مېرمنې يي هم ژمنه کړې چې د خپل ژوند په اوږدو کې به د فیسبوک څخه لاسته راغلو عوایدو ۹۹ سلنه خیریه کارونو ته وقف کړي. 

    د نړۍ ترټولو شتمن څوک دی او څومره شتمنۍ لري؟
    © REUTERS/ Mariana Bazo
    د نړۍ ترټولو شتمن څوک دی او څومره شتمنۍ لري؟

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی