په ژوندی پڼه خپرونه
    د شکرې ناروغۍ « دیابټ »له منځه وړونکي درمل پنځول شوي

    د شکرې ناروغۍ « دیابټ »له منځه وړونکي درمل پنځول شوي

    © Flickr/ Alisha Vargas
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3501

    اوس څېړونکي د دغو درملو د خونديتوب په اړه ازموينې کوي او له هغې وروسته به بازارونو ته د خرڅلاو لپآره لېږدول کېږي.

    په طبي نړۍ کې په بشپړه توگه د دغې ناروغۍ له منځه وړلو لپاره هیڅ کوم درمل یا درملنه نه شته او اوسني کړنلارې یا درمل یوازې د وینې شکر کنټرولولو پورې محدودې دي.
    چې امریکايي پوهانو د یو درمل له لارې د دغه لاعلاجه ناروغۍ بشپړې درملنې ادعا کړې.
    د کلیفورنیا پوهنتون د څېړنې پر بنسټ دغه درمل په ورځنی ډول هغو موږکانو ته چې د انسولین په ناروغۍ اخته وو ورکول کېده چې د دغه درمل له استعمال سره دغه ناروغي په بشپړه توگه له منځه لاړه.
    دا لومړی ځل وو چې د درملنې یوې طریقې سره د شکرې ناروغۍ اغېزمنه درملنه ترسره شوه.
    د څیړونکو په وینا د انسولین په وړاندې مقاومت کوونکې ماده یا انزایم په ځیگر کې پیدا کېږي او د بدن حجراتو سره اړیکې نیولو سره د انسولین روغتیايي ستونزو لامل گرځي.
    دغه نوی درمل به د دغه انزایم د پرمختگ مخه نیسي چې په پایله کې به د انسولین حجرات په عادي ډول خپل فعالیتونو ته ادامه ورکوي.
    د څیړونکو له څرگندونو معلومیږي چې LMPTP نومې ماده د انسولین په وړاندې مقاومت کوي چې د دغه مادې مخنیوی د شکرې ناروغۍ درملنه ممکنه کوي.
    څیړونکي ادعا کوي چې دغه درمل پر بدن ناوړه اغېز نه کوي خو تر اوسه پر انسانانو نه دي ازمویل شوي.
    اوس څېړونکي د دغو درملو د خونديتوب په اړه ازموينې کوي او له هغې وروسته به بازارونو ته د خرڅلاو لپآره لېږدول کېږي.
    څیړونکی د دغه درمل خوندیتوب تصدیق لپاره ازموینې ترسره کوي او له هغې وروسته به په انسانانو ازمویل يي پیل او بازارونو ته د خرڅلاو لپاره وړاندې شي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی