په ژوندی پڼه خپرونه
    یوه جاپاني سړي اعتراف کړی چې له ۱۲ زرو ښځو سره یې د پیسو په بدل کې جنسي اړیکې لرلی

    یوه جاپاني سړي اعتراف کړی چې له ۱۲۰۰۰ ښځو سره یې د پیسو په بدل کې جنسي اړیکې لرلی

    © AFP 2017/ Manuel Ceneta
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 73732

    نوموړی چې په دې وروستیو کې په فلیپین کې د یوه جاپاني ښوونځي مدیر و، د فلیپين په پلازمینه مانیلا کې د پولیسو له لوري تر نیول کیدو وروسته دغه اعتراف کړی دی.

    دغه سړی یوهای تکشیما نومیږي چې اوس ۶۴ کلن دی. د جاپان پولیس وايي، دغه سړي کله چې په فلیپین کې دنده هم نه لرله دغه هیواد ته د خپلي جنسي غریضي د پوره کولو لپاره سفرونه کړي او په خپلو اعترافاتو کې یې ویلي چې په دغو ۱۲۰۰۰ ښځو کې ځینی خو حتی د ۱۴ کلونو په عمر وې.
    نوموړی د فلیپين په مرکز مانیلا کې په یوه هوټل کې پر داسي مهال ونیول شو چې ویل کیږي له یوې ۱۳ کلنې نجلۍ سره یې جنسي معامله کوله.
    له دغه جاپاني سړي سره پولیسو نږدې ۱۴۷۶۰۰ هغه عکسونه هم نیولي چې ده له مختلفو نجونو سره د جنسي معاملو پر مهال اخیستي وو.
    تکشیما، چې د یوکوهاما د ښار اوسیدونکی دی، پولیسو ته ویلي چې ده د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۸ کال، کله چې په فلیپين کې د جاپانیانو په یوه ښوونځي کې ښوونکی شو، یوې نجلۍ ته پیسې ورکړې او له هغې سره یې جنسي معامله وکړه.
    هغه ویلي چې ده له فلیپيني نجونو او ښځو سره له جنسي اړیکو ډير خوند اخیست نو ځکه یې له دندې له ګوښه کیدو وروسته هم په وار وار فلیپين ته سفرونه کول.
    نوموړي ویلي له کومو ښځو او نجونو سره چې ده تر اوسه جنسي اړیکې نیولي عمرونه یي د ۱۴ او ۷۰ کالو تر منځ وو.
    د پولیسو په وینا نیول شوی کس ته اوس یوه لویه دوسیه جوړه شوې او کیدای شي نوموړی له عمر قید سره مخامخ شي.
    فلیپین د نړۍ په کچه د سکس توریزم لپاره تر ټولو ارزانه هیواد بلل کیږي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی