په ژوندی پڼه خپرونه
    د پنتاګون مشر د سعودي عربستان د پاچا سره د دفاعي همکاریو په اړه خبرې وکړې

    د پنتاګون مشر د سعودي عربستان د پاچا سره د دفاعي همکاریو په اړه خبرې وکړې

    © AFP 2017/ Tomohiro Ohsumi
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 12 0 0

    د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبد العزيز آل سعود د چهارشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزیر جیمز میټس سره ولیدل. دا خبر سپوتنیک خبری آژانس د سعودی عربستان د «الشرق الأوسط» ورځپاڼې له قوله خپور کړی.‎

    د ورځپاڼې راپور له مخی، د سعودي عربستان پاچا د پنتاګون د مشر سره د دفاعي همکاریو په ګډون د سعودي عربستان او د متحده ایالاتو تر منځ د ستراتیژیک دوستانه اړیکو د پیاوړتیا او همدارنګه په سیمه او په نړيوال ډګر کې د پرمختګونو په اړه خبری وکړی.

    د یادونی وړ ده، د امریکا د دفاع وزیر د دوشنبی په ورځ سعودي عربستان ته ورسید. نوموړی پلان لری چې د منځني ختیځ د سفر په ترڅ کې مصر، اسراييل، قطر او جیبوتي ته سفر وکړی.

    مخکی هغه ویلی وو، چې په یمن کې، چیرته چې عربی ائتلاف د سعودی عربستان په مشرۍ پوځي عملیات ترسره کوی، د شخړې د سیاسي حل څخه ملاتړ کوی. سربیره پر دي هغه تینګاړ وکړ، چې د یمن له خاوری څخه پر سعودي عربستان د ایرانی توغندیو بریدونه باید پای ته ورسیږی.

    اړیکه ټینګوونکی:

    په متحده ایالاتو کې د سپتمبر د 11 د بريدونو له امله د سعودي عربستان د شرکتونو په وړاندې دعوا درج شوه
    سعودي عربستان ډیر ستر «تفریحي ښار» جوړوي
    د یمن وسله والو د سعودي عربستان پر ښارونو بالیستیکي توغندي وتوغول
    سعودي عربستان د راحیل شریف لپاره د اقامت درې کلن جواز صادرکړ
    د افغانستان د خلکو د ژبې او ذهنیت د بدلون په خاطر د سعودي عربستان سیاست
    په سعودي عربستان کې دښځو دشورا لومړۍ غونډه د ښځو پرته جوړه شوه
    په سعودي عربستان کی یې له ترامپ سره د دفاع د وزیر کتنه تاریخي پیښه بللې ده
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی