په ژوندی پڼه خپرونه
    په روسیه کی غواړي په فدرالي سطحه اسلامي تلویزیوني چینل جوړ کړي

    په روسیه کی غواړي په فدرالي سطحه اسلامي تلویزیوني چینل جوړ کړي

    © Fotolia/ elen31
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3730

    په فدرالي سطحه د اسلامي تلویزیوني چینل پرانیستل په تاتارستان کی پلان شوي دي. د Sputnikد آژانس د خبر سره سم، په دې هکله د دوشنبې په ورځ د جمهوریت مفتي کامل سمیعولین اعلان کړی.

    د تاتارستان د جمهوریت د مسلمانانو د مذهبي چارو رسمي سایت د مفتي خبرې داسې نقل کړې:«د روسیې د اسلامي تلویزیوني چینل نشتوالی — دا مهمه ورځینۍ مساله ده. په تاتارستان کی باید داسې میدیایي پروژه په کار پیل وکړي: هغه به د روسیې د مسلمانو ولسونو د معنوي — اخلاقي او ملي کلتورونو د تعمیم امکان برابر کړي».
    اسلامي شخصیتونو څو څو ځله په فدرالي چینلونو کی د اسلامي پروګرامونو د زیاتولو د اړتیا خبرې کړې وې. د ۱۳ کلونو په ترځ کی د «روسیه-۱» په تلویزیون کی د «مسلمانان» په نامه خپرونه خپریده چی وروسته وتړل شوه. اوس په نوې بڼه د هغې د بیا فعالولو کار روان دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی