په ژوندی پڼه خپرونه
    د سوريې پوځ په ښاري سيمو کې څرنګه جګړه کوی (وېډیو)

    د سوريې پوځ په ښاري سيمو کې څرنګه جګړه کوی (وېډیو)

    © AFP 2017/ George Ourfalian
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4310

    د سوريې پوځ زیاتره عملیات په ښاري سيمو کې تر سره کیږی. له همدی امله د سوريي پوځ مشرتابه د جګړې نوي تکتيک طرح کړی. د سوريې په پوځ کې ځانګړي واحدونه جوړ شوي، چې په ښاري سيمو کې د جګړی کولو تجربه لری.

    یاد شوی ځانګړي واحدونه د ايليټ په نوم یادیږی. ددي واحدونو سرتېرې په ښو او پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال دی، او د ښاري سيمو په عملیاتو کې مهم رول لوبوی.

    د سوریې د پوځ افسر سپوتنیک خبری آژانس ته وويل، چې ددې واحدونو سرتېري په ځانګړو سپکو وسلو سمبال شوی، چې هغوی ته دا اجازه ورکوی ترڅو په ښاري سيمو کې په چټکۍ سره حرکت وکړی. برسېره پر دې د جګړې نوي ميتودونه هم جوړ شوي، لکه: د وسله والو پر پوستونو ناڅاپي برید، د شپې لخوا عملیات، د دفاعي پوستونو تنظيمول. دغه اقداماتو د ترهګرو سره په نښتو کې خپله اغیزمنتیا ثابته کړی. دی ميتودونه او تکتيکونه د حلب او د درعا ښارونو د بیرته نیولو په عملیاتو کې مهم رول لوبولی. 

    اړیکه ټینګوونکی:

    د سوريې پوځ د مجدل کلي زیاته برخه د ماینونو څخه پاکه کړی (وېډیو)
    د سوريې پوځ د پالمیرا ښار تاريخي کلا د داعش وسله والو څخه آزاده کړی
    د سوريې پوځ د تيلو کنترول تر لاسه کړي دي
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی