په ژوندی پڼه خپرونه
    ایران او روسیه به دکیمیاوي وسلو منع کوونکې ټولنې ته په سوریه کې دکیمیاوي بریدو نو دڅېړنو نوې طرحه وړاندې کړي

    ایران او روسیه به دکیمیاوي وسلو منع کوونکې ټولنې ته په سوریه کې دکیمیاوي بریدو نو دڅېړنو نوې طرحه وړاندې کړي

    © AP Photo/ Peter Dejong
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 7201

    روسیه به دایران سره په ګډه دپخجشنبې په ورځ دکیمیاوي وسلو منع کوونکې ټولنې ته دسوریې په ادلیب ښار کې دکیمیاوي وسلو دبریدونو دڅېړنو نوې طرحه، چې په کې دځینو ګاونډیو هیوادونو یادونې په پام کې نېول شوې دي، وړاندې کړي. په دې هکله څرګندونې په دغې ټولنه کې دروسیې دایمي استازي الکساندر شولګین په هاګ کې داجریه کمېټې په غونډه کې کړې دي.

    له دې مخکې روسیې او ایران په ادلیب کې دکیمیاوي وسلو دبرید په تړاو دڅېړنو په موخه  د يو خپلواک کميسون د جوړولو وړاندیز کړی وو.

    دروسیې دیپلومات وویل:«مونږ د ایرانیانو سره په ګډه خپله طرحه وړاندې کړه. چې دلویدیځ داستازو داندیښنې لامل شوه او د خپلو هیوادونو د پلازمېنو سره د سلا او مشورو لپاره یې د وخت غوښتنه وکړه. داصولو له مخې ددې لپاره ۲۴ ساعته وخت شته. مونږ پریکړه وکړه چې سبا به راغونډ شو او سیالانو ته مو خبر ورکړ چې مونږ به د ایران سره په ګډه دغه طرحه رایې ته وړاندې کړو».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی