په ژوندی پڼه خپرونه
    د ایران پخوانۍ جمهور رییس محمود احمدي نژاد: پر سوریې د توغندیو ګوزار امریکا د «جګړې لارې ته» اړولې ده

    د ایران پخوانۍ جمهور رییس محمود احمدي نژاد: پر سوریې د توغندیو ګوزار امریکا د «جګړې لارې ته» اړولې ده

    © Sputnik/ Dmitriy Astakhov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3311

    د توغندیو ګوزار چی د امریکا سمندري ځواکونو د سوریې د حمص په ولایت کی پر پوځي هوايی ډګر تر سره کړ، په دې معنی دی چی واشنګټن د سوریې د بحران په حل کی «د جګړې لارې ته وتلۍ».

    دا نظر د چهارشنبې په ورځ د «یورونیوز» له تلویزیون سره په مرکه کی د ایران د جمهوري ریاست نوماندي محمود احمدي نژاد چی په ۲۰۰۵ — ۲۰۱۳ کلونو کی یې د هیواد د اجرائیه قدرت مشري پر غاړه درلوده، څرګند کړ.
    نوموړي وویل:«فکر کوم، میستیر ترامپ، د هغو وعده سره سره چی خپل ولس ته یې ورکړې وې، د جګړې لارې ته اوښتی. ما لادمخه ویلي وو او یو ځل بیا وایم: دا جګړه په حتمي توګه په ټوله نړۍ کی د امریکا د لیډرشیف د له منځه تلو سبب ګرزي. دا ډیر علتونه لري».
    د احمدي نژاد په خبره، د سوریې د بحران حل باید یوازې پر غیرپوځي میټوډونو، د هیواد حاکمیت حق او د سوریې د ولس ګټو ته په درناوي متکي وي.
    نوموړي توضیح کړه:«ایران، امریکا، روسیه، سعودي عربستان او ترکیه — موږ ټول باید په سوریه کی د امنیت، دیالوګ او سولې د برقرارولو لپاره هڅې سره متحدې کړو. موږ باید د دغې خبرې په درکولو کی مرسته وکړو چی پخپله د سوریې د ولس اراده څومره مهمه ده. موږ د سوریې د حاکمیت حق ته په احترام کولو او سوریاینو ته پخپله د خپلې لارې د غوره کولو په اجازه ورکولو مکلف یو. د سوریې ولس تر هرڅه لوړ دی. د هغو تر ګټو هیڅ مهم څه وجود نه لري».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی