په ژوندی پڼه خپرونه
    WikiLeaks

    رسنیو د سي آی اې په لیکو کی د WikiLeaks د مخبرانو د «ښکار» د پیل په هکله معلومات تر لاسه کړي

    © AFP 2017/ Karen Bleier
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 9 0 0

    د امریکا استخباراتو د سي آی اې په لیکو کی د WikiLeaks د مخبرانو لټول پیل کړي دي. په دې هکله د CBS تلویزیون خبر ورکړی.

    تلویزیون، د خپلو سرچینو له خولې چی له وضعې سره آشنا دي، خبر ورکړی چی د «سي آی اې په دننه کی د خائینانو ښکار روان دی». د هغوی معلوماتو له مخې « سي آی اې او FBI له سي آی اې نه د محرمو معلوماتو د ډیرو سترو فاش کیدو په هکله چی په زرګونو ډیرو محرمو سندونو اړه مومي، په کومو کی چی د هغو وسایلو په هکله ویل شوي چی د هغوی په وسیله دوی په سمارت فونونو، تلویزیونونو او کمپیوتري سیستمونو کی نفوذ کاوه، ګډې څیړنې تر سره کوي.
    لکه چی ویل شوي، د «ښکار» موخې «یا د سي آی اې کارکوونکي یا قراردادیان دي چی موادو ته یې د فزیکي لاس رسیدو امکان درلود». په عین حال کی په استخباراتي اداره کی دا خبره نه افشا کوي چی محرم معلومات کله او څرنګه غلاشوی دي.
    ویل شوي چی زیات شمیر سندونه د سي آی اې په فوق العاده محرمه څانګه کی ساتل کیدل، خو له هغو سلګونو وګړو د کار اخیستلو اجازه درلوده. په خبر کی ویل شوي:« څیړونکي د نومونو لست څیړي».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی