په ژوندی پڼه خپرونه
    د سي آی اې پخواني اجنت دداعش ډلې جګړه ماران په سوریه کې په کیمیاوي برید تورن کړل

    د سي آی اې پخواني اجنت دداعش ډلې جګړه ماران په سوریه کې په کیمیاوي برید تورن کړل

    © AP Photo/ Carolyn Kaster
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 7901

    د سي آی اې پخواني افسر فیل جیرالدي«سپوتنیک» ته وویل؛ په عراق کې تاییدوي، چې دسوریې په ادلیب ولایت کې کیمیاوي وسلې ترهګرو کارولي نه دمشق.

    له دې مخکې د  CBSټلویزیوني کانال خبر ورکړی وو؛ چې دداعش ډلې جګړه مارانو په عراق کې پر یوې پوځې قطعې چې امریکايي او اسټرالیايی سلاکاران په کې موجود وو، دشړشمو ګاز کارولی وو.

    جیرالدي څرګنده کړه:«دسپېنې ماڼۍ څرګندونې، چې یوازې دسوریې دولت کولای شول کیمیاوي برید وکړي، غلطې دي».

    هغه دا هم وویل؛ چې په ادليب کې پېښې هغو بریدونو ته ورته دي، چې له دې مخکې دبېلابېلو تروریستي ډلو له خوا تر سره شوي وو.

    امریکایي شنونکو په خپل وار «سپوتنيک» ته تایید کړې؛ چې دداعش ډلې جګړه مارانو لخوا د زهرجنو توکو کارونه لا دپخوا نه ښه څرګنده وه.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی