په ژوندی پڼه خپرونه
    رواني ناسالم سړي د امریکا د پخواني جمهور رییس اوباما لور تعقیبوله

    رواني ناسالم سړي د امریکا د پخواني جمهور رییس اوباما لور تعقیبوله

    © Photo/ Photo by Annie Leibovitz
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 9 0 0

    د امریکا استخباراتي ادارې د امریکا د پخواني جمهور رییس بارک اوباما د کشرې لور ملیې له حده زیات مینه وال وروسته تر هغو ونیو، کله چی هغه څو ځله هغه په نیویارک کی تعقیبوله.

    دیرش کلن جییر نیلتون کاردوس د اپریل په ۱۰ د نیویارک د ترایبیک په سیمه کی د هغې ودانۍ څلورم پوړ ته پورته شوی وو، چیرې جی ملییه تطبیقات تیروي. دا سړی د محرمې ادارې مامورانو ونیو او وروسته ترهغو یې له دروازې بهر وایست، کله چی ده په لوړ آواز د اوباما لورته پرخپله مینه اعتراف وکړ.
    خو دوه ورځې وروسته مین یوځل بیا راپیدا شو: هغه میلیه له کوره تر وتلو وروسته د ښار په بله سیمه کی تعقیبوله. د محرمې ادارې مامورانو هغه بیا ونیو او له هغه سره يې توضیحي خبرې تر سره کړې او له هغه یې وغوښتل چی نجلۍ آرامه پریږدي.
    په عین حال کی معلومه شوې چی کاردوس څو ځله سپینې ماڼۍ ته، چیرې چی پخوا ملییه اوسیده، د ننوتو هڅه کړې وه. ماموران په بروکلین کی د کاردوس کور ته راغلي وو او له هغه سره خبرې کړې وې چی تر هغو وروسته دې نتیجې ته رسیدلي وو چی سړی په رواني ناروغی اخته دی او هغه یې د روحي ناروغیو کلنیک ته د تشخیص لپاره استولی وو. په نتیجه کی د کاردوس پرخلاف تورونه لګول کیدای شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی