په ژوندی پڼه خپرونه
    د ټرمپ سلاکار له روسیې سره د ډېر کلکې غږېدا غوښتنه وکړه

    د ټرمپ سلاکار له روسیې سره د ډېر کلکې غږېدا غوښتنه وکړه

    © REUTERS/ Kevin Lamarque
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 43 0 0

    د ملي امنیت په چارو کې د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر سلاکار هربېرت مکماسټر اعلان وکړ، چې اوس د دې وخت راغلی، چې له روسیې سره «ډېرې کلکې خبرې» وشي.

    مکماسټر په دې باور دی، چې د «اسلامي دولت» په راپیدا کېدو، په اروپا کې د بحران د راپورته کېدو او حتا په عراق کې د جګړې په پېښېدا کې هم مسکو پړ او ملامت دی. د ټرمپ د سلاکار دغو خبرو د روسیې وګړي هېښ کړي او د دې یادونه کوي، چې پر عراق باندې د امریکا متحدو ایالتونو یرغل د «اسلامي دولت» د راپیدا کېدو لامل شو.

    د هرې پېښې پړه او ملامتیا پر مسکو وراچوي

    د ملي امنیت په چارو کې د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلاکار هربېرت ماکماسټر اعلان وکړ، چې له روسیې سره د «ډېرې کلکې غږېدا» وخت راغلی دی. ده خپل دغه نظر له ABC ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې څرګند کړ.

    هربېرت ماکماسټر وویل چې د بشار اسد له رژیم څخه د روسیې ملاتړ په سوریه کې د کورنۍ جګړې اور بل وساته. مکماسټر په خپله دغه خبره، د واشنګټن څرګندې کړنلارې ته دوام ورکړ. واشنګټن تل د اسد پر رژیم غږیږي، خو دا نه وایي چې همدغه د بشار اسد تر مشرۍ لاندې حکومت — دا د سوریې قانوني ټاکل شوی حکومت دی.

    ماکماسټر زیاته کړه: «د زور زیاتي نه تمامېدونکې لړۍ د «اسلامي دولت» له ډېرو بې رحمانه کړنو سره یوځای ډېر وګړي په غمونو ککړ کړي او د سوریې په دننه کې یې داسې بحران جوړ کړ، چې اغېز یې، عراق، نورو ګاونډیو هېوادونو او حتا اروپا ته هم ورسېد».

    دغه امریکایي جنرال باور څرګند کړ، چې له روسیې سره تړلې وضعه، د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو تر وزیر رېکس ټیلرسن، چې په تېره اوونۍ کې مسکو ته تللی هم وو، بل څوک ښه نشي حل کولای.

    مکماسټر زیاته کړه: «ټیلرسن باید د همکارۍ هغه ساحې، چې زموږ د هېوادونو دریځونه پکې سمون سره خوري او هغه مسألې پیدا کړي، چې موږ یې په ګډه حل کولای شو».

    د ټرمپ سلاکار پر همدې سربېره دا هم وویل، چې روسیه باید په اروپا کې د «ورانکاریز فعالیت» ځواب ووایي. خو دغه امریکایي چارواکي دا روښانه نه کړه، چې مسکو د اروپا په لویه وچه کې وضعه څنګه «ورانوي».

    هربېرت ماکماسټر په خپله همدغه ټلویزیوني مرکه کې، له همدې ټولو سره سره، د دې هیله څرګنده کړه چې د واشنګټن او مسکو ترمنځ اړیکي به په نېږدې وخت کې ښه شي. ده دغه خبره، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر دغه خبره د تبصرې په ترڅ کې وکړه، چې «امریکا متحدو ایالتونو او روسیې په کارونو کې به هر څه سم شي».

    د سپینې ماڼۍ د مشر سلاکار وویل: «هو، چې اړیکي په ټیټ ټکي کې وي، نو هغو ته یوازې د پورته کېدا په لوري تلل پاتې کیږي».

    مسکو هم ځواب ورکړ

    د هربېرت ماکماسټر دغو خبرو، چې د سوریې له حکومت نه د مسکو ملاتړ «اسلامي دولت» او په عراق کې ګډوډي راپیدا کړه، په روسیه کې ټول وګړي ډېر هېښ کړل.

    د روسیې دپارلمان د مشرانو جرګې د اطلاعاتي سیاست د چارو د کمېټې رییس الکسې پوشکوف په همدې ټړاو د غږېدو په ترڅ کې وویل: «د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر سلاکار کېدای شي، چې سختدریځه وي. خو فکر نه کیږي، چې نالوستی دی. که چېرې د ټرمپ سلاکار خبر نه وي، موږ به یې خبر کړو: په عراق کې د «اسلامي دولت» ډله د امریکا متحدو ایالتونو د یرغل او د عراق د دولت د ړنګولو په نتېجه کې راپیدا شوه. سوریې ته «اسلامي دولت» له عراق نه راغی، نه برعکس».

    د یادولو وړ ده، چې پر عراق باندې د یرغل او د «اسلامي دولت» د راپیدا کېدو ترمنځ اړیکه د بریتانیا پخواني صدراعظم توني بلېر هم منله.

    تونې بلېر، چې د ناټو د هېوادونو له خوا په عراق کې د جګړې د پیل کولو پر مهال د بریتانیا د حکومت مشر وو ویل: «دا خبره نشي کېدای، چې هغه څوک، چې په ۲۰۰۳ کال کې یې صدام حسین له واکه راغورځاوه، په ۲۰۱۵ کال کې د پېښو په تړاو هیڅ مسؤلیت نه لري».

    د امریکا متحدو ایالتونو پخواني ولسمشر برک اوباما هم دا خبره کوله، چې په عراق کې د عملیاتو په وخت کې د امریکا متحدو ایالتونو غلطۍ د «اسلامي دولت» د راپیدا کېدو یو لامل شو.

    برک اوباما د ملي امنیت په تړاو په خپل وروستي پیغام کې وویل: «موږ د ۲۰۰۳ کال د یرغل د ځینو هغه غلطیو له تکرارولو ډډه وکړه، چې په همغه پیل کې یې د هغه سازمان له راپیدا کېد او پیاوړي کېدو سره مرسته کوله، چې د «اسلامي دولت» په نوم یې شهرت پیدا کړ».

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر کشر جارج بوش په ۲۰۰۳ کال کې عراق ته په دې پلمه پوځونو ور ولېږل او يرغل یې پرې وکړ، چې دغه کار ګواکې د صدام حسین د راپرځولو لپاره اړین دی. د دغه یرغل په نتېجه کې تر ۱۱۵ زرو زیات ولسي وګړي مړه شول، او وروسته «اسلامي دولت» په هېواد کې خپل دریځونه او اغېز پیاوړی او پراخ کړ.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی