په ژوندی پڼه خپرونه
    سویډن د ترهګرو لپاره جنت دی

    سویډن د ترهګرو لپاره جنت دی

    © REUTERS/ TT News Agency/Noella Johansson
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 45 0 0

    ترهګر تیمور عبدالوهاب د ۲۰۱۰ کال د دیسمبر پر ۱۱ –مه د ستوکهولم په مرکز کې په بریوګارېګاتان کې ځان وچاوداوه. یوازې د تصادف له مخې بې له ده نه، نور څوک په دغه پېښه کې مړه او ټپيان نشول. د دغې پېښې په وړاندې د سویډني سیاستوالو غبرګون څه ډول وو؟ دوی هیڅ ډول غبرګون ونه ښود.

    تقریبا اووه کاله وروسته رحمت عاقلوف ومنله، چې هغه سړی دی وو، چې د عبدالوهاب د ځان الوزولو ځای ته نېږدې یې په دروتنینګاتان کې څلور لاروي په موټر ووهل او مړه یې کړل او ۱۵ نور یې ژوبل کړل.

    په سویډن کې، د «اسلامي دولت» په څیر په ترهګریز سازمان کې د غړیتوب پر لرلو بندیز نشته. هو، دا په ریښتیا همداسې ده. هر څوک کولای شي، چې سوریې ته لاړ شي او د داعش په لیکو کې ودریږي. که چېرې د دې ثبوتونه نه وي، چې دغه سړي په جنګونو کې ګډون کړی، بې له کومه پرابلمه کولای شي، چې بېرته سویډن ته راشي، ته به وایي چې هسې جنوب ته د استراحت کولو لپاره په رخصتۍ تللی وو. حتا چې له داعش سره یې د اړیکو په تړاو هیڅ ډول شکونه هم نه وي، دی کولای شي، چې بې له کومه خنډه هېواد ته راستون شي. نو ځکه په سویډن کې هغو وګړو ته، چې په ښکاره غواړي، د ترهګریز سازمان په لیکو کې وجنګیږي، همغسې برأت ورکول کیږي، لکه چې هغو وګړو ته ورکول کیږي، چې همدا اوس یې دغه کار د ساري په توګه په سوریه کې کړی دی. خو په دې شرط چې د دوی دغه جنایت د هغو قوانینو په اډانه کې ثبوت نشي، چې د سويډن په خاوره کې د شوو جنایتونو په پلټنه کې کارول کیږي. د دې لپاره چې ترهګر محاکمه شي، د سویډن پولیس اړ دي، چې په سوریه او عراق کې د دوی د جنایتونو په ځایونو کې شواهد راټول کړي. د دې لپاره چې محکمه پر مجرم محکوموونکی حکم صادر کړای شي، اړینه ده چې د مجرم هره کړنه، هره وژنه او یا هر جنسي تېری ګوښی ګوښی ثبوت شي. او په عمل کې د دې معنا دا ده، چې د داعش د جګړه مارانو محاکمه کول، د هغه چا تر محاکمه کولو سخت دي، چې ورته جنایتونه د سویډن په خاوره کې وکړي، نه په منځني ختیځ کې د جنګي عملیاتو په سیمه کې.

    پر ترهګرو د محکمو د محکوموونکي حکم د صادرولو د ناشوني توب اساسي لامل — دا د سویډن په اساسي قانون کې د غونډو د ازادۍ راغلې ماده ده. دا ډېره ښه ازادي ده، خو دغه ازادي ډېره له مسلکي اتحادیو، د نارینه وو د ګډو اوازونو له هنري ډلو او له سویډني ټولګیو سره ښاییږي، نه د «اسلامي دولت» او د «القاعده» له ترهګرو سره. ولې د سویډن اوسني او پخوانیو حکومتونو د غونډو ازادي د ترهګریزو سازمانونو لپاره هم منلې ده؟ تقریبا اووه کاله پخوا په سویډن کې لومړني ځانمرګي ځان وچاوداوه، او ۱۵ کاله پخوا «القاعده» په نېویارک کې پر نړیوال سوداګریز مرکز په برید کولو ټولې لوېدیزې نړۍ ته جګړه اعلان کړه. ملګرو ملتونو او د اروپا شورا پر سویډن د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې د ناغېړۍ په تړاو نېوکې کولې. خو د سویډن حکومت د پخوا په څیر په دغه مبارزه کې کوټلي ګامونه نه پورته کوي.

    په ټولو اروپایي هېوادونو کې یوازې په بلجیم کې، د سویډن پرتله د سړي پر سر زیات جهاودال دي. په ناروي کې دغه شمېر د سویډن تر شمېر یو پر درې کم دی، خو ناروي پر دې بریالی شوی، چې ډېری ترهګر محاکمه کړي. او دا هم باید وویل شي، چې د ناروي امنیتي اورګانونه دومره ستر هم نه دي. ولې ناروي په دغه مبارزه کې ډېر څه کولای شي؟ ټوله خبره په هغه نوي قانون کې ده، چې چلښت یې په ۲۰۱۳ کال کې پیل شو: نوي قانون له ترهګریزو سازمانونو سره د اړیکو لرل په جنایت کې راوستل. د همدې له برکته په ډېره لنډه موده کې ناروېژی جهادپال محاکمه کړای شول.

    لارس آکېرهاوج د ترهګرۍ په مسألو کې د ناروي یو ډېر مخکښ کارپوه دی. دی وایي: «په دې کې هیڅ شک نشته، چې د پولیسي پلټنو په فضا کې ډېری اسلامپالې ټولنې تر سخت فشار لاندې راغلې. پاتې اسلامپال مخفي کېدو ته اړ شول او ډېری سرچینې دا خبره کوي، چې اسلامپاله ټولنه لږه او ډېره ورکه شوه. او دا د دې ویندوی دي، چې د قوانینو سختول بې اغېزه نه دي. د خواشینۍ وړ ده، چې ډېری اسلامپال، مخکې له دې چې پولیسو ته د دوی د قانوني نېونې واک ورکړل شي، له هېواده ووتل. دا چې په اوسمهالیز سویډن کې ترهګر ازاد ګرځي، دا د سویډیانو په خبره سوچه لېونتوب دی».

    په پای کې د یادولو وړ ده، چې که چېرې د ناروي له بېلګې څخه د پېروۍ کولو په تړاو، د مدافع وکیلانو د ټولنې په څير د معتبرو سازمانونو د نېوکو چیغې نه وای، کېدای شول، چې په سویډن کې هم، د ترهګرو د محاکمه کولو قانوني بهیر ډېر پخوا په خوځښت راغلی وای. 

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی