په ژوندی پڼه خپرونه
    اردوغان اوباما په غولولو او له تروریزم نه په ملاتړ تورن کړ

    اردوغان اوباما په غولولو او له تروریزم نه په ملاتړ تورن کړ

    © Sputnik/ Aleksey Nikolskyi
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1601

    د ترکیې جمهور رییس رجب طیب اردوغان ویلي چی د امریکا پخواني جمهور رییس بارک اوباما انقره غولولې او د سوریې د کوردانو د دموکراتیکې اتحاديې له ګوند (PYD) نه یې، د موجودو توافقاتو پرخلاف ملاتړ کاوه.

    انقره PYD او د سوریې د کوردانو د ځاني دفاع ځواکونه (YPG) تروریستي سازمانونه بولي چی په ترکیه کی د کوردستان د منعه شوي کارګري ګوند سره اړیکې لري. په همدې اړوند ترکیې پخوا څو ځله پر امریکا د سوریې کوردانو ته چی واشنګټن یې د داعش له تروریستي ډلې سره په مبارزه کی خپل متحدان ګڼي، د وسلو د استولو په خاطر انتقادونه کړي وو.
    اردوغان د «الجزیره» تلویزیون پوښتنې ته په دې هکله ځواب وایه چی آیا د امریکا اداره د YPG او PYD په اړوند د اړیکو د بدلولو او د هغوی له مسلح کولو د لاس اخیستو نیت لري او که نه.
    اردوغان وویل:« د (امریکا له جمهور رییس دونالد) ترامپ سره د شخصي کتنې په بهیر کی موږ دا مساله وڅیړله او ما سندونه وړاندې کړل. د ترکیې او امریکا ترمنځ د کوردستان د کارګري ګوند سره د مبارزې په هکله موافقه لیک شته، هغې د جمهور رییس بارک اوباما د جمهوري ریاست په دوران کی هم عملي کیده. خو، په تاسف، هغه له YPG او PYD سره د مقابلې په مساله کی ترکیه وغولوله. هیله من یم چی د امریکا د نوې ادارې دریځ به بل وي او هغه به دا اشتباوې تکرار نه کړي».
    د نوموړي په خبره، د « د کوردستان د کارګري ګوند د تروریستي سازمان او په سوریه کی د هغه د څانګو YPG او PYD» د له منځه وړلو وخت رارسیدلی، د ترکیې د دې دریځ په هکله ترامپ ته معلومات ورکړی شوي دي. د ترکیې مشر د YPG او PYD له استازو سره د واشنګټن له تماسونو اندیښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چی د سوریې د رقې د ښار په آزادولو کی به له هغوی کاراخیستل جدي اشتباه وګرزي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی