په ژوندی پڼه خپرونه
    افغانستان او پاکستان – کړېچن او ناکرار ګاونډیتوب

    افغانستان او پاکستان کړېچن او ناکرار ګاونډیتوب

    © AP Photo/ Ishtiaq Mahsud
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3501

    پاکستان د لسیزو په اوږدو کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي، خو تر اوسه پورې په دغه مبارزه کې یې ریښه ییزې بریاوې نه لېدل کیږي. سربېره پر همدې له افغانستان سره یې اړیکي هم، تل کړکېچن دي او پاکستاني چارواکي پر افغانستان، ترهګرو ته د پناه ورکولو تورونه لګوي. او افغانستان هم پر پاکستان ورته توروه پورې کوي.

    د فبروري په پای کې زړه بوګنوونکي ترهګریز برید ټول پاکستان ولړزاوه. یوه ځانمرګي د پاکستان په جنوب کې د یوه صوفي روحاني لعل شهباز قلندر په زیارت کې ځان وچاوداوه. په دغه چاودنه کې ۹۰ تنه وګړي ووژل شول. دغې پېښې  د افغانستان او پاکستان اړیکي ډېر کړکېچن کړل، له ترهګریز برید وروسته پاکستان سملاسي د افغانستان په خاوره کې پر یو شمېر سیمو توغندیز ګوزارونه وکړل او وروسته یې اعلا وکړ، چې د دغو ګوزارونو په نتېجه کې یې د ترهګرو تقریبا لس مرکزونه له منځه یووړل. پاکستاني چارواکي داسې ګڼي، چې ګاونډی افغانستان په خپله خاوره کې د پاکستاني طالبانو او یا د لشکر جنګوي د ډلو په څیر د ترهګریزو ډلو د غړو پر شتون سترګې پټوي او دا هغه ډلې دي، چې د پاکستان په خاوره کې ترهګریز بریدونه کوي. د افغانستان چارواکي هم په خپل وار داسې ګڼي، چې پاکستان په خپله خاوره کې د افغانستان طالبانو ته ځای ورکړی او له هغوی نه د خپلو موخو په لاسته راوړلو کې استفاده کوي. د افغانستان دفاع وزارت د پاکستان له خاورې نه د افغانستان پر سرحدي سیمو توغندیزې ډزې یرغل وباله او د پاکستان په پته یې په ډېره تونده لهجه اعلامیه خپره کړه او په دغه اعلامیه کې یې پاکستان ته ګوتڅنډنه وکړه، چې دغه ډول کړنې به یې ډېرې ناوړې پایلې ولري. کابل او اسلام اباد دواړو له یو بل وغوښتل، چې په خاوره کې یې د پرتو ترهګرو په وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي. خو یوه لوري هم په دغه لاره کې هیڅ ډول ګامونه پورته نه کړل.

    د دغې شخړې په اور کې دې هم تېل ور واچول، چې د یو شمېر پاکستاني شنونکو په اند هند په افغانستان کې له بېلابېلو ځواکونو څخه په خپله ګټه استفاده کوي او له دغې لارې غواړي پر پاکستان فشار راوړي او په خاوره کې یې ګډوډي راپورته کړي. او افغانستان په خپل وار په دې ناخوښ دی، چې پاکستان هلته د مېشته افغاني کډوالو په وړاندې ډېر ناوړه چلند کوي. د همدغو کډوالو د خپلې خولې خبرې دي، چې پاکستاني پولیس ځوروي او حتا طبي خدمتو ته لاسرسی یې پرې بند کړی.

    د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې کړکېچ امریکا متحد ایالتونه هم له ډېر پېچلي حالت سره مخامخ کړي دي، که چېرې په سیمه کې وضعه نوره هم خرابه شي، نو امریکا به دېته اړ شي، چې په سیمه کې د خپلو ستراتیژیکي اړیکو د جوړولو لپاره په افغانستان او پاکستان کې یو غوره کړي. اوسمهال دا بیخي په ډاګه ده، چې د ډونالډ ټرمپ اداره د دغې سیمې او په ټوله کې د ټول منځني ختیځ لپاره کومه ټاکلې او روښانه کړنلاره نه لري. ټرمپ، چې له یرغلیز پراختیا یي بهرني سیاست څخه د ډډه کولو تر شعارونو لاندې واک ته ورسېد، د ولسمشر پر چوکۍ تر کېناستو وروسته سملاسي له خپلو ژمنو په شا شو او د امریکا متحدو ایالتونو دودیز سیاست، چې د نورو هېوادونو په چارو کې د فعالې لاسوهنې سیاست دی، ستون شو. د سوریې پر الشعیرات هوایي اډه توغندیز ګوزار او د کوریا د مسألې په تړاو د ټرمپ د ادارې متضادې اعلامیې د همدې ویندوی دي. اټکل کیږي، چې ټرمپ هغه مهال چې د امریکا د ولسمشر چوکۍ ته یوازې کاندید وو، په ريښتیا هم غوښتل، چې د امریکا د داخلي سیاسي او اقتصادي پرابلمونو پر حل کولو بوخت شي او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې له لاس وهلو ډډه وکړي، خو کله چې سپینې ماڼۍ ته ننووت، نو د هغو ځواکونو تر اغېز لاندې راغی، چې د یرغلیز بهرني سیاست چلولو ته پر دوام ورکولو ټینګار کوي.

    لنډه دا چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د کړکېچ نوره زیاتېدا د پېښو نه اټکل کېدونکې وده راپیدا کولای شي. د پاکستان او افغانستان پوځي ځواکونو نه سره پرتله کېدونکي دي. پاکستان په نړۍ کې د یو ډېر پیاوړي پوځ څښتن دی، چې پوځي کارپوهان یې وس ډېر لوړ ارزوي. خو د افغانستان اردو، چې جوړول یې یوازې په ۲۰۰۲ کال کې د امریکا متحدو ایالتونو او ناټو په ملاتړ پیل شول، اوسمهال د جنګي وړتیا لوړو پوړیو ته نه دی رسېدلی. خو امریکا متحد ایالتونه له افغانستان سره امنیتي دفاعي تړون لري او د وضعې د نور خرابېدو په حالت کې افغانستان کولای شي، چې د امریکا متحدو ایالتونو پر مرسته (لږ تر لږه پر دیپوماتیکي مرسته) حساب وکړي. د افغانستان د مشرتابه لپاره د پوځي مرستو یوه بله سرچینه هند دی. د اړتیا په حالت کې کېدای شي، چې هند له افغانستان سره د خپلو اړیکو پر اوسني کچ نوې کتنه وکړي او افغانستان ته د وسلو ورکول پیل کړي.

    او دا هم بیخي په ډاګه ده، چې د ډېرې کړکېچنې نړیوالې او سیمه ییزې وضعې په شرایطو کې د زور د کارولو هر ډول کړنې نه د افغانستان په ګټه دي او نه د پاکستان. خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو رغول هم د تضادونو له داسې غوړېشې سره تړلي، چې په نېږدې وخت کې یې خلاصول ناشوني ښکاري. خو د دواړو هېوادونو ترمنځ بې اعتمادي، د دوی ډېرې پېچلې پوځي-سیاسي مانورې خبره دېته رسوي، چې په سیمه کې پر بین المللي ترهګرۍ بری نا معلوم وخت ته وځنډیږي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی