په ژوندی پڼه خپرونه
    امریکا د افغانستان د هلمند ولایت ته د سیمه ایزو وسله والو ځواکونو د روزلو لپاره ۳۰۰ سمندري پلي پوځيان استولي دي

    امریکا د افغانستان د هلمند ولایت ته د سیمه ایزو وسله والو ځواکونو د روزلو لپاره ۳۰۰ سمندري پلي پوځيان استولي دي

    Photo : EPA
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 38 0 0

    د امریکا د وسله والو ځواکونو قوماندانی د هلمند ولایت ته د افغانستان د وسله والو ځواکونو د روزلو لپاره ۳۰۰ سمندري پوځيان استولي دي. په دې هکله نن د افغانستان د دفاع د وزارت رسمي استازي دولت وزیري خبر ورکړ.

    ټول سمندري پلي پوځيان به د هلمند ولایت د روانې میاشتې تر پایه ورسیږي. د آریانا تلویزیون د نوموړي خبرې داسې نقل کړې:«امریکايي پوځيان به د هلمند په لاویت کی د افغانستان د ملي اردو د نښه ویشتونکو سره د تمرین چارې تر سره کړي. هغوی به همدارنګه په تړلو خونو کی افغان ځواکونو ته د اورکولو او د محاربوي فعالیتونو د ترسره کولو نورې تاکتیکي لارې چارې ورزده کړي».
    سمندري پلو پوځيانو د شمالي کارولینا د سمندري پلو د کیمپ-لیژین په اډه کی زده کړې کړې دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی