په ژوندی پڼه خپرونه
    په سعودي عربستان کی به په تجارتي مرکزونو کی یوازې سیمه ایز اوسیدونکي په کار ګمارل کیږي

    په سعودي عربستان کی به په تجارتي مرکزونو کی یوازې سیمه ایز اوسیدونکي په کار ګمارل کیږي

    © Photo/ B.alotaby
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8201

    د سعودي عربستان د کار او ټولنیزې ودې وزارت لارښوونه خپره کړې چی له هغو سره سم به په تجارتي مرکزونو کی یوازې د شاهي دولت اتباع کارکولو ته منل کیږي. په ډې هکله د رویتر آژانس خبر ورکړی.

    تر اوسه روښانه نه ده چی دا اقدام دایمي یا موقتي خصوصیت لري. اوس د پرچونې سوداګری په برخه کی یوازې هرپنځم کارکوونکی د سعودي عربستان پاسپورت لري: له یونیم میلیونو کارکوونکو څخه یوازې ۳۰۰ زره کارکوونکي سعودیان دي.
    د آژانس د څرګندونو سره سم، الریاض هڅه کوي په دې توګه د سعودي اتباعو په منځ کی د بیکاری مساله حل او ځوانانو ته کار تامین کړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی