په ژوندی پڼه خپرونه
    په بهرنیو چارو وزارت کې په دې اند دي، چې ښايي په سوریه کې دکیمیاوي وسلو دبریدونو دڅېړنو په تړاو د امریکا سره هوکړې ته ورسېږو

    په بهرنیو چارو وزارت کې په دې اند دي، چې ښايي په سوریه کې دکیمیاوي وسلو دبریدونو دڅېړنو په تړاو د امریکا سره هوکړې ته ورسېږو

    © AP Photo/ Dmitry Lovetsky
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 84 0 0

    کېدای شي، د سوریې په خان شیحون کې د کیمیاوي وسلو برید په هکله جدي څېړنې په هغه صورت کې تر سره شي، که امریکا په ریښتینې دې ته لیوالتیا ولري. په دې هکله څرګندونې دروسیې دبهرنیو چارو وزارت دوسلو د نه پراختیا په چارو کې دکنترول ددیپارتمنت ریس میخاییل اولیانوف کړې دي.

    نوموړي یادونه وکړه؛ چې روسیې او ایران د وسلو منع کوونکې ټولنې ته وړاندیز کړی، چې دپېښې دڅېړنې په موخه یو کمیسیون جوړ کړي.

    د وسلو منع کوونکې ټولنې په غونډه کې د میخاییل اولیانوف په وینا کې چې دروسیې د بهرنیو چارو وزارت په رسمي بریښنا پاڼه کې خپره شوې؛ وویل کېږي:«که زمونږ امریکایي سیالان په ریښتیني غواړي، چې دپېښې په هکله زر تر زره او جدي څېړنې تر سره کړي، نو مونږ په دې تړاو هوکړې ته درسېدو فرصت لرو. او که نه نو بیا عملآ د ګډو پریکړو نېولو لپاره څه پاتې کېږي نه».

    ددیپلومات په وینا؛ ددې لپاره چې څېړنې اغیزمنې وي، نو په کار ده، چې لږ تر لږه درې شرطونه عملي کړو: څېړنې باید په همدې سیمه کې په خان شیحون او دالشعیرات هوايي اډه کې تر سره شي، په کار ده، چې د جغرافیا له مخې دڅېړونکو دډلې جوړښت په پام کې ونېول شي، د بریښنا په کرښه او د مخالفینو په اسنادو باید ډده ونه لګول شي.

    اولیانوف څرګنده کړه:«ددغو دریو شرطونو چې زمونږ د ځینو سیالانو د اندونو پر خلاف؛ خیالي او یا هم ډیر بې له حده ګران نه دي، مونږ کولای شو د زر تر زره د اغېزمنو څېړنو تر سره کېدو تمه ولرو».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی