په ژوندی پڼه خپرونه
    کېدای شي چې روسیه د جنګي الوتکې په جوړولو کې د ایران اڼدیواله شي

    کېدای شي چې روسیه د جنګي الوتکې په جوړولو کې د ایران اڼدیواله شي

    © East News/ Zheng Huansong
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1820

    په دې ورځو کې په ایران کې د دفاعي صنایعو د بریاوو د نندارتون په اډانه کې، چې د ایران ولسمشر حسن روحاني او د دفاع وزیر حسین دهقان هم ورغلي وو، د ایران د خپل جوړښت لومړنۍ درنده ښوونیزه الوتکه چې «کوثر» نومیږي، هم وښودل شوه.

    دغه الوتکه د ایران د هوایي ځواکونو په سپارښت او ګډون پنځول شوې او جوړه شوې ده. د ایران د دفاع وزیر حسین دهقان په خپله وینا کې وویل: «کېدای شي چې د دوو تمریني ریاکتیفي الوتکو جوړول په هېواد کې د درندو الوتکو د جوړولو سریزه شي».

    کېدای شي د دغه کار پیل کېدل ډېر وخت ونه غواړي، ځکه چې ایران د هغه سرته رسولو ته ډېره کلکه ملا تړلې ده. هغه ګړندیتوب ته په کتو، چې ایران د پوځي صنایعو په ساحه کې د وړاندېتګ لپاره غوره کړی، ویلای شو، چې په نېږدې وخت کې به درندې الوتکې نندارې ته راووزي او د هېواد وسله والو ځواکونو په واک کې به ورکړای شي. ایران د خپل دفاعي-صنعتي کومپلکس وده او پراختیا ډېره مهمه ګڼي.

    د ایران ولسمشر حسن روحاني په دغه نندارتون کې په خپله وینا کې په همدې تړاو داسې وویل: «ایران په خپل وخت کې تر یوه ډارن برید او یرغل لاندې راغی. نو ځکه د هېواد د وسله والو ځواکونو د پیاوړي کولو، د توغندیز او هوایي ځواک د کلکولو لپاره به له هیچا هم د اجازې پوښتنه ونه کړو».

    سره له دې چې ایران د خپلې جنګي الوتکې په خپله جوړولو ته ملا تړلې ده، بیا هم د دې مخالف نه دی، چې په راتلونکې کې له مسکو سره، چې د پوځي-تخنیکي همکارۍ په برخه کې د ایران پخوانی او ډاډمن انډیوال دی، په دغه ساحه کې ګډ کار وکړي.

    د «سپوتنیک» دایمي همکار، د «ایران پرېس» ورځپاڼې سرچلوونکی عماد ابشناس هم دا خبره کوي، چې د روسیې د الوتکه جوړولو د تکنالوژیو په وړاندې د ایران لېوالتیا او د پوځي تخنیکي همکارۍ په ساحه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ بریالۍ همکاري سره یوځای کېدای شي. او کېدای شي، چې «د دغې ګډې همکارۍ په پایله کې داسې جنګي الوتکې راووزي، چې د وسلو نړیوال بازار ته به هم د وړاندې کېدو وي». عماد ابشناس زیاتوي:

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی