په ژوندی پڼه خپرونه
    د سوریې په هکله کتنه کی په ایران کی د اوربند د رژیم پر ټینګښت بحث وشو

    په ایران کی د سوریې په هکله کتنه کی د اوربند د رژیم پر ټینګښت بحث وشو

    © Fotolia/ Borna_Mir
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3 0 0

    د سوریې په هکله په تهران کی د کارپوهانو د کتنې برخه والو د سوریې په عربی جمهوریت کی د اوربند د رژیم پر ټینګښت او د اسیرانو د تبادلې په سند چی د مې په میاشت کی به د آستانې په غونډه کی وړاندې شي، بحث وشو. دا ټکۍ د «ریا نووستي» آژانس ته په ژینیو کی د سوریې په هکله اختصاصي ګروپونو ته لنډې دیپلوماتیکې سرچینې خبر ورکړ.

    دیپلومات زیاته کړه:« برخه والو لورو په ځمکه کی د اوضاع په هکله ارزونې تبادله کړې او په سوریه کی د اوربند د رژیم د کنترول او څارنې د میکانیزم په چوکات کی د اوربند د رژیم د ټنیګولو او د کړکیچ د کمولو لارې وڅیړلې».
    هغه زیاته کړه چی د تهران د کتنې برخه والو همدارنګه په سوریه کی په شخړه کی د ښکیلو لورو ترمنځ د اسیرانو د تبادلې د سند په هکله پر موافقه بحث وکړ. سند به د سوریې په هکله د بین المللی غونډې برخه والو ته چی د مې د میاشتی په پیل کی په آستانه کی جوړیږي، د بحث لپاره وړاندې شي.
    نوموړي وویل:«ټولو لورو همدارنګه په شخړه کی د ښکیلو لورو ترمنځ د متقابل اعتماد د ټینګولو په هکله د مشخصو اقدامونو طرحه کولو، له هغې جملې، په زور د ساتل کیدونوکو اشخاصو، تبادلې ته جدې پاملرنه راوګرزوله. د دې مسالې په هکله هم د سندونو پر یو لړ مسودو بحث وشو چی په استانه کی به غونډې ته وړاندې شي. د سند په هکله په کلي توګه موافقه حاصله شوه».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی