په ژوندی پڼه خپرونه
    د منځنۍ آسیا هېوادونه په ګډه د کنګلو مطالعه کويAvalanche

    د منځنۍ آسیا هېوادونه په ګډه د کنګلو مطالعه کوي

    © Sputnik/ Igor Mikhalev © Sputnik/ N. Kozlovskiy © Sputnik/ Ovchinikov
    1 / 3
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 50 0 0

    د منځنۍ اسيا هېوادونه په پام کې لري يو جامع او هر اړخيز علمۍ چارو د سرته رسولو دپاره مسافرت پیل کړي. پوهان به په پامیر او تین شان (Pamir and Tien Shan) کې حالت او د شيانو خوځښت مطالعه کړي.

    په دې اړه په تفصيل سره معلومات زمو ږ ددوشنبي خبریال ګليم فسخودينوف دغه رپوټ راليږلی دي. د نړيوالو سازمانونو ډلې چمتو دي د منخني اسیا د کنګلو په پروژې کې برخه واخلي. په دغه پروژه کې يو نسکو، او د ملګرو ملتونو پر اختیائي پروګرام هم شامل دي. اوس باید دغه نوښت د سيمي هيوادونو سره همغږی شي. د امطلب زموږ راډيو ته په منځنۍ اسيا کې د خطرونو د کمولو د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام(UNDP) کارپوه ستانیسلاو کیم Stanislav Kim څرګند کړ. کيم وائي « غوښتنلیک د هېوادونو په استازيتوب وړاندې شوی او نړيوال سازمانونو ته استول شوی دي. که چیري غوښتنليک ومنل شي په هغه صورت کې د يو ګډ سیستم په رامنځته کولو کار پيليږي ، او په منظمه توګه د منځنۍ اسيا د واورې او کنګلو سروې تر سره کیږي». د پيړۍ په څلورمه برخه يا ربع کې يوازي يوځل د منځنۍ اسيا هيوادونه د کنګل سيمو ته سفر وکړ چې هغه هم دوه کاله مخکې وه ، چې هغه هم د طبیعي سړوبي glaciologists کارپوهان د تاجکستان پامیر ته سفر وکړ. دوی په منځنۍ آسیا کې د یخ ټوټو جوړښت حالت نوې معلومات تر لاسه کړل. دامطلب د (UNDP) کارپوه ستانیسلاو کیم څرګند کړ. دی وړاندې وائي «د ګډو هڅو پرته د هرډول اقدام سرته رسول دير ستونزمن دي چې وي کړو. په ورته وخت کې په يو هېواد کې به عمل يا کړنې دومره اغيز ونه لري لکه چې په سیمه يزه کچه تر سره کیږي». لکه چې څیړونکې وائي وروستي څیړنيز سفر وښودل، چې د منځنۍ آسیا واوری په چټکۍ سره ویلې کيږي. په داسي حال کې د سيمي خلګ د پامير او تيان شان ديخي ټوتو په کمولو نه پوهيږي. خو دابه داوږدې مودې دپاره نه وي. خو څو لسيزي وروسته به خلګ ددغه منفي پروسو احساس و کړي. دامطلب ستانیسلاو کیم ورکړی دي. دی وړاندې وائي « اوس زموږ کنګل ويلي کيږي چې په عمومي توګه اقليم بدلون مومي. او موږ داوبو د سرچېنو زيرمو ته متوجه نه يو، په هره اندازه چې واوره ويلي کيږي په همهغه اندازه اوبه بهیږي. دا تمه کیږي چې په راتلونکو 20-30 کلونو کې — دا به په يوه مشخصه کچه کې وي. کله چې د انحطاط یو مهم ټکې ته ورسیږي، موږ ممکن د خطر سره مخامخ شو».- دامطلب نوموړې کارپوه څرګند کړ. کارپوهان په منځني اسيا کې د واورې د کمېدو ځانګړې خطرونه په ګوته کوي. شنونکې وائي په داسې حال کې په سيمه کې د اوبو د حاد کمښت ګواښونه رامنځته کیږي، چې نفوس وده کوي. وګورئ دلته د چاپیريال سازمان «کوچني ځمکې» يوه استازي تیمور ادریسوف Timur Idrisov وائي « زموږ په زرګونه دکنګلو وړي او منځنی ټوټي به له منځه ولاړي شي چې په لومړي سر کې به په سيندونو کې داوبو کچه زیاته شي خو وروسته به اوبه په چتکۍ سره کموالی و مومي اوان د تغذيي دپاره به کفايت نه کوي چې دابه په سيمه يزه کچه دستونزو ډک وي». د واوری چټک ذوب څو لاملونو سره مرسته کوي. د ذهني لاعاملونو په منځ کې- په محلي ایکوسیستم کې په پراخه توګه بشري مداخلې.عيني يا ابکټيف څرنګوالی ئې- د ځمکې د کري ګرموالی دي. اوس دغه پوښتنه چې څنګه واوره وساتو مطرح نه ده. په اجنډاکې يوازې د اغیزو دکمولو په اړه خبري کیږي. دامطلب په منځنۍ اسيا کې د خطرونو د کمولو د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام(UNDP) کارپوه ستانیسلاو کیم څرګند کړ. ده زیاته کړه که یوه لسیزه مخکې، موږ د ګلخانه ئې ګازونو د کمولو د اړتيا په اړه خبرې وکړې تر څو دغه بهير ودروي. خواوس ټول پام سازښت ته ګرځول شوی دي. موږ پوهيږو چې نه بدلېدونکی پروسي ته داخل شوي يو. او موږ ته اړېنه ده چې نه يوازې د ژوندي پاتي کېدو د پاره هڅې وکړو بلکې د ټولو خلګو دپاره ښه ژوند برابر کړو. اوس پوښتنه داده چې څنګه موږ کولای سو داوبو دسپما څخه استفاده وکړو. او خپل خلګ څنګه چمتو کولی شو». — دامطلب کیم څرګند کړ. د منځني اسیا د واورو د خوږو اوبو څخه 60 ملیونه کسان استفاده کوي او ځمکه خړوبوي. د ادپخواني شوروي اتحاد د نفوس 20 په سلو کې دي. که په سیمه کې د اوبو د راتلونکې کمښت لپاره چمتوالی ونه نيول شي. ښايي خلک اړشي له خپلو کورونو څخه ووځي داقليم کډوال د اوبو په لټه کې بیلابیلو هېوادونو ته ورمات دي. د چاپیریال مدافعین وايي چې یوازې په تیره نیمه پیړۍ کې تاجکستان د واوری په سيمه کې دریمه برخه د واورو يا کنګل سيمي له لاسه ورکړي دي. د مثال په توګه ګارمو Garmo اووه کیلومتره لنډه شوه. ځکه د هغې سطع هرکال څلور متره ذوبیږي یاپه بله معنا د کنګل سطع څلور متره کمیږي او ویلي کیږي. په تیره پيړۍ کې د پامیر فدچنکود یخي لوئي ټوټې د خپلې اصلي اندازې څخه يو کیلومتر کم شوی دي. د هغې د سطحي په ټيټه برخه کې درزونه موجود دي چې داپه منځني اسيا کې د يخي دلويو ټوټو د تخريب حکايت کوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی