په ژوندی پڼه خپرونه
    د ژوند لپاره تر ټولو مناسبه سیاره موندل شوې

    د ژوند لپاره تر ټولو مناسبه سیاره موندل شوې

    © AP Photo/ European Southern Observatory/ L. Calçada
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 17713

    دسټورپوهانو نړیوالې ډلې د LHS 1140b سیاره چې سوپر ځمکې ټولګي ته منسوب ده، موندلې او دغه سیاره دخپل ستوري په مدار کې چې په چاپیریال کې یې داوبو شتون هم ښوونی دی، تاویږي. په دې هکله خبر د EurekAlert رسنۍ ورکړی دی.

    دپوهانو په باور؛ دغه اسماني جوړښت دژوند لپاره یوه ډیره مناسبه نومانده سیاره ده.

    دغه سیاره د LHS 1140 په مدار کې چې دنورو پر تله دانرژۍ لږې وړاګې لري، تاویږي. دا د نوو او ځوانو ستورو ځانګړنه ده.

    دپوهانو په اند؛ ددغې سیارې عمر ۵ ملیارده کاله اټکل شوی دی. دغه سیاره دځمکې نه ۷ ځلې ستره ده. د  LHS 1140b سیارې یو کال ۲۵ ورځې دی.

    پوهان په دې باور دي، چې دوی د Proxima b سیارې او د TRAPPIST-1. غونډل کې دسیارو پر تله دژوند لپاره مناسبه سیاره موندلې ده. خو په راتلونکې کې باید په دې هکله چې پر دغئ سیارې د سرې سیارې نه څومره راډیو اکټیفي وړانګې لګېږي، کره څېړنې تر سره شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی