په ژوندی پڼه خپرونه
    رسنۍ په فلیپین کی د شرابیانو او نیشه یي موادو د معتادینو د وژلو په خاطر د جایزې په هکله معلومات ترلاسه کړي دي

    رسنۍ په فلیپین کی د شرابیانو او نیشه یي موادو د معتادینو د وژلو په خاطر د جایزې په هکله معلومات ترلاسه کړي دي

    ria.ru Филиппинская полиция. Архивное фото
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3711

    د فلیپین پولیس د هغو وګړو د وژلو په بدل کی چی په شرابو روږدي شوي او همدارنګه د جنسي تیري کوونکو، جعل کارانو، جیب وهونکو او د کوڅه یې جنایتکارو ډلو د له منځه وړلو په خاطر دوه سوه ډالره انعام تر لاسه کوي. د رویتر د خبر سره سم، په دې هکله د پولیسو د استخباراتو د ادارې د متقاعد کارکوونکی په ۲۶ مخیزه څیړنه کی معلومات ورکړی شوي دي.

    د دغه سند له مخې، د نیشه یي معتاد یا د مخدره موادو د کوچنی پلورونکي د سر په بدل کی ۴۰۰ ډالره، د عمده پلورونکي د سر په بدل کی ۲۰ زره ډالر ورکول کیږي او هغه امنیتي ماموران چی بخت ورسره د نیشه یي موادو د ستر قاچاقچي په نابودولو کی یاري وکړي، د ۱۰۰ زرو ډالرو انعام په ترلاسه کولو حساب کولی شي.
    د رویتر آژانس د څیړنې له برابروونکي او همدارنګه د پولیسو له برحال مامور سره خبرې کړې. پولیس د هغه د نوم د نه افشاکولو په شرط معلومات ورکړل چی د پولیسو ماموران په جزایي عملیاتو کی یوازې د پیسو په خاطر نه، بلکی د نیشه یي مواد په کاروبار کی د لاس لرلو په ګمان د تورنو په لست کی د شاملیدو له ویرې، برخه اخلي. د نوموړي په قول، دا لستونه پولیس او دولتي کارکوونکي ترتیبوي.
    د زورزیاتي او بې رحمی پاچاهي د کال د ډیر ښه عکاس په تصویرونو کی انځور شوې.
    د Reuters آژانس زیاتوي چی په سند کی د موجودو معلوماتو د پام وړ برخه د خپلواکو کتونکو او د بشر د حقوقو پر رعایت د څارونکو معلومات او همدارنګه له سازمان شوو جنایتونو سره د فلیپین د حکومت د جګړې په اړوند د Reuters د څیړنو نتیجې بشپړوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی