په ژوندی پڼه خپرونه
    په ترکیه کی د هغه سایټ مسوول مدیر نیول شوی چی د ټول پوښتنې د نتیجو په هکله یې شک څرګنده کړی وو

    په ترکیه کی د هغه سایټ مسوول مدیر نیول شوی چی د ټول پوښتنې د نتیجو په هکله یې شک څرګنده کړی وو

    © REUTERS/ Umit Bektas
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 31 0 0

    د استانبول پولیسو د sindeka.org د سایټ مسوول مدیر ارګین دیمیرخان نیولی او پر هغه یې تور لګولی چی سایټ د ټول پوښتنې نتیجې غیرقانوني بللې دي. په دې هکله د Birgun ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ.

    پولیس چی د دیمیرخان د نیولو حکم یې په لاس کی وو، د انتیرنیټ سایټ دفتر ته سهار وختي راغی او هلته یې تلاشي پیل کړه. پخپله مسوول مدیر په دې تورن شوی چی سایټ خپلو لوستونکو ته د دې خبرې د ثابتولو هڅه کړې چی د ترسره شوې ټول پوښتنې نتیجې غیرقانوني دي.
    دیمیرخان همداشان د «ټولنیزو شبکو په وسیله د اعتراضونو، د خلکو په منځ کی د دښمنۍ او نفاق د تحریکولو په سازمانولو او د دندې د اجراکولو په وخت کی د مامورانو په توهینولو» تورن شوی دی.
    پولیسو د عددي معلوماتو وسایل، ډیسکونه او موبایل تیلفونونو چی په دیمیرخان یې تعلق درلودو مصادره کړي دي. وروسته هغه د پولیسو ادارې ته بلل شوی وو.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی