په ژوندی پڼه خپرونه
    لاوروف د آغاخان سره دافغانستان په شمول د نړیوالو ستونزو په هکله خبرې وکړي

    لاوروف د آغاخان سره دافغانستان په شمول د نړیوالو ستونزو په هکله خبرې وکړي

    © Sputnik/ Vladimir Pesnya
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 89 0 0

    په مسکو کې د کریم اغاخان سره، چې دنړۍ داسماعلیه مذهب مشر دی، خبرو ته په درنه سترګه ګوري او په دې تمه یو چې په افغانستان کې به دستونزو په هکله هم خبرې وشي. په دې هکله څرګندونې دروسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف کړې دي.

    نوموړي د آغاخان سره د کتنې پر مهال وویل:«مونږ نه یوازې د افغانستان بلکې په ټولې نړۍ کې داوسنیو ستونزو د حل لپاره ستاسې ارزونو ته درناوي لرو».

    لاوروف وویل:" موږ ګورو، چې تاسو نه یوازې د اسماعيليه مذهب دخلکو چې په هرځای کې ژوند کوي، ګټو ته لیوال یاست بلکې په نړیواله کچه دهغو له ګواښه ډکو مسایلو په حلولو کې، چې په تېرو ۱۰ کلونو کې راغونډ شوي، مرسته کوي."

    دروسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په خپلو خبر کې څرګنده کړه؛"موږ یو ګټور بحث ته سترګې په لاره یو".

    شهزاده کریم آغا خان په خپل وار دمنځنۍ اسیا هیوادونو لپاره د روسیې سره دهمکاریو اهمیت ته اشاره وکړه.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی