په ژوندی پڼه خپرونه
    په پاکستان کی دری ښځو شیعه مبلغ وژلی

    په پاکستان کی دری ښځو شیعه مبلغ وژلی

    © AFP 2017/ Arif Ali
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 42 0 0

    د پاکستان د سیالګوټ په ښار کی شیعه مبلغ چی لس کاله دمخه په کفرویلو تورن شوی وو، وژل شوی. په دې هکله Reuters خبر ورکړی.

    د پولیسو د معلوماتو له مخې، د فضل عباس کورته چی ربړیدلي یې په دعاوو رغول، دری ښځې په چادریو کی راغلې وې. هغوی له مبلغ نه د رغولو د مراسمو د تر سره کولو هیله وکړه چی د هغو په ترځ کی یوې ښځې هغه په تفنګچه وواژه.
    پولیسو قاتلانې نیولې دي. هغوی وایي چی په خپا نووښت یې عمل کړی، خو د عباس خپلوان وايي چی هغوی له محافظه کارو سنیانو سره اړیکې لري.
    شیعه مبلغ فضل عباس په ۲۰۰۴ کال کی محافظه کارانو په کفرویلو تورن کړی وو. له سزا نه د ژغورنې په خاطر هغه ډنمارک ته تښتیدلی وو. څو کاله دمخه هغه پاکستان ته په دې هیله راستون شو چی خپله بې ګناهي به ثابته کړي. قاضي د څیړنو د بشپړیدو عباس د ضمانت په بدل کی خوشی کړی وو.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی