په ژوندی پڼه خپرونه
    پر چین ولسي جمهوریت او کوریا ولسي دیموکداتیک جمهوریت د امریکا متحدو ایالتونو د فشار موخه – لرې ختیځ ته «بیا راستنېدل دي»

    پر چین ولسي جمهوریت او کوریا ولسي دیموکراتیک جمهوریت د امریکا متحدو ایالتونو د فشار موخه لرې ختیځ ته «بیا راستنېدل دي»

    © REUTERS/ Kim Hong-Ji
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 110 0 0

    د امریکا متحدو ایالتونو د مرستیال ولسمشر مایک پنس دغه خبره، چې «سوله په زور راځي» په دې معنا ده، چې د واشنګټن او پیونګیانګ ترمنځ شخړه د جګړې پړاو ته ورننوزي. دغه نظر د روسیې یوه سیاستپوه ولادیمیر شاپووالوف له «سپوتنیک» راډیو سره په مرکه کې څرګنده کړه.

    د امریکا متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر مایک پنس د جاپان له صدراعظم سینځو آبې سره هم د کوریا ولسي دیموکراتیک جمهوریت پر مسأله خبرې اترې وکړې. غه خبر کیودو اژانس ورکړی دی. پنس وویل، چې واشنګټن هم د توکیو په څیر په سیمه کې د وضعې د سوله ییزې روغېدا په هڅه کې دی، خو په څنګ کې یې دا خبره هم په ټینګار وکړه، چې «سوله په زور راځي».

    د امریکا متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر د دې خبر هم ورکړ، چې امریکامتحد ایالتونه د شمالي کوریا د اټومي مسألې د حل لپاره له جاپان، جنوبي کوریا او چین سره همکارۍ ته چمتو دي. د جاپان صدراعظم او د امریکا متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر له پیکینګ څخه غواړي، چې د پیونګیانګ د اټومي او توغندیز پروګرام په مخنېوۍ کې لا فعاله ونډه واخلي. له دې نه پخوا پنس اعلان کړی وو، چې د شمالي کوریا په وړاندې د واشنګټن د «ستراتیژیکي زغم» پېر تېر شو. ده له پیونګیانګ نه وغوښتل، چې د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هوډ کلکوالی دې نه ازمویي.

    اسیا ته د پنس سفر له زماني اړخه د کوریا ولسي دیموکراتیک جمهوریت په چاپېر کې له ډېر تاووده بحران سره سمون وخوړ. امریکا متحدو ایالتونو د «کارل وینسن» اټومي الوتکه وړونکې بېړۍ په مشري یو څو جنګي بېړۍ د کوریا ټاپوزمې غاړو ته ورولېږلې.

    د روسیې یو سیاستپوه، د مسکو د ښوونې او روزنې د دولتي پوهنتون د تاریخ او سیاست د انستیتوت مرستیال رییس ولادیمیر شلپووالوف پر دې باور دی، چې د امریکا متحدو ایالتونو له پلوه د پوځي زور اوسنۍ ښودنه — دا ډېر خطرناک بهیر دی.

    ولادیمیر شاپووالوف له «سپوتنیک» راډیو سره په مرکه کې وویل: «د یادولو وړ ده، چې د دغې پوځي زور ښودنې اساسي پیغام د شمالي کوریا واکمن رژیم ته نه دی متوجه، دغه پیغام ډېر د چین ولسي جمهوریت مشرتابه ته متوجه دی. د کوریا ولسي دیموکراتیک جمهوریت په پته له ټولو اعلامیو او ګواښونو باید دا معنا واخیستل شي، چې امریکا متحد ایالتونه پر چین باندې د پوځي-سیاسي فشار راوړلو هڅه کوي او په دې ډول، په واقعیت کې غواړي، چې لرې ختیځ ته «راستانه» شي. په واقعیت کې امریکا متحدو ایالتونو په وروستیو لسیزو کې په لرې ختیځ کې خپل پوځي او په تېره بیا اقتصادي دریځونه ډېر کمزوري کړي دي. او دغه کار په سیمه کې د چین د دریځونو له کلکېدو سره یوځای وشو. نو ځکه ویلای شو، چې د امریکا متحدو ایالتونو له پلوه د پوځي زور ښودنې موخه په لرې ختیځ کې د امریکا د دریځونو بیا ټینګول او پیاوړي کول دي».

    ولادیمیر شاپووالوف د خپلې تبصرې په پای کې زیاته کړه:

    «ایا دغه شخړه، پوځي پړاو ته ورننوتلای شي؟ هو، بې له کومه شکه. ځکه چې د سوریې او افغانستان په وړاندې د واشنګټن زور ښودلو دا په ډاګه کړه، چې د امریکا متحدو ایالتونو اوسني حکومت دېته ملا تړلې، چې د هیڅ شي په وړاندې ونه دریږي او چمتو دی، چې په بېلابېلو پېښو کې پوځي زور وکاروي. دې ټولو ته په کتو ویلای شو، چې د امریکا متحدو ایالتونو له پلوه پر شمالي کوریا د ګوزار کولو احتمال شته، سره له دې چې شمالي کوریا اټومي وسله هم لري. دا په دې معنا، چې د امریکا متحدو ایالتونو اوسنۍ اداره حتا ډېر خطرناک ګام هم پورته کولای شي».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی