په ژوندی پڼه خپرونه
    ټرمپ د ایران دښمنه ماتیس ملاتړ وکړ

    ټرمپ د ایران دښمنه ماتیس ملاتړ وکړ

    © AP Photo/ Carolyn Kaster
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5301

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپارښت کړی، چې د ایران په وړاندې د لګېدلو بندیزونو د لغوه کېدا پرېکړه بیا وارزوي. کارپوه ګريګوري یاریګین له «سپوتنیک» راډیو سره په مرکه کې وویل، چې د تړون لغوه کول ناشوني پریښي، خو واشنګټن کولای شي، چې د ایران پر ضد نوي بندیزونه ولګوي.

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د نړیوالې ټولنې د یندیزونو د لرې کولو د تړون په اړه د څېړنیز رپوټ د چمتو کولو غوښتنه کړې ده. دغه رپوټ باید دا روښانه کړي، چې د دغه تړون توکي د امریکا متحدو ایالتونونو له ملي ګټو سره سمون لري او که نه. دغه خبر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټیلر سن ورکړ.

    د ۲۰۱۵ کال په جولای کې تهران او د بین المللي منځګړو «شپږګونې» د ایران د اټومي پروګرام د مسألې د حل په تړاو تړونونه لاسلیک کړل. هغه مهال لوریو په خپل منځ کې د کړنلارې پروګرام تصویب کړ. د دغه پلان عملي کېدل له ایران څخه هغه بندیزونه لرې کوي، چې د ملګرو ملتونوټولنې د امنیت شورا، امریکا متحدو ایالتونو او اروپایي اتحاد له پلوه لګول شوی وو.

    د ټیلرسن له خولې، دغه تړون به د امریکا متحدو ایالتونو د ملي امنیت د شورا تر مشرۍ لاندې د بېلابېلو ادارو له خوا څېړل کیږي او ارزول کیږي. دغه ادارې، دا باید وارزوي، چې ایا د برک اوباما ادارې پرېکړې د امریکا متحدو ایالتونو له ملي ګټو سره سمون خوړ او که نه.

    د سانکت-پیتر بورګ د دولتي پوهنتون د امریکایي څېړنو د څانګې د یوه پوهندوی ګریګوري یاریګین په اند امریکا متحد ایالتونه د دې وس نه لري، چې دغه بین المللي تړون لغوه کړي.

    ګريګوري یاریګین له «سپوتنیک» راډیو سره په مرکه کې وایي: «دغه اټومي تړون نه یوازې د تهران او واشنګټن ترمنځ لاسلیک شوی، دا د بین المللي منځګړو له «شپږګونې» سره د ایران تړون دی. نو ځکه، د امریکا له پلوه د دغه تړون لغوه کول ناشوني ښکاري. ځکه چې دغه کار به هغه ټولې هلې ځلې په صفر کې ضرب کړي، چې د ټرمپ له ادارې نه د مخکېنۍ ادارې د واکمنتوب پر مهال شوي دي. د یادولو وړ ده، چې په بین المللي کچ د دې لپاره ډېرې زیاتې هلې ځلې وشوې، چې د ایران او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د مخامختیا د تودښت درجه لږ تر لږه راټيټه شي او هغه تراژیدي زېږوونکې پایلې وځنډیږي، چې د ایران د اټومي پروګرام له ودې سره تړلې وې».

    د کارپوه ګریګوري یارګین په اند، امریکا متحد ایالتونه کولای شي، چې په یو اړخیز ډول د ایران په وړاندې نوي بندیزونه ولګوي.

    ګریګوري یاریګین له «سپوتنیک» راډیو سره د خپلې مرکې په پای کې زیاته کړه:

    «دا د امریکا د کورني سیاست مسأله ده. دا د «اوباما د میراث» او د امریکا متحدو ایالتونو د دفاع د اوسني وزیر جېیمز ماتیس تر اغېز لاندې د ټرمپ د اوسنۍ ادارې ترمنځ مبارزه ده. له ماتیس نه له ایران سره د افراطي دښمنۍ بوی له ورایه ځي او اوس د خپلو همدغو ایران ضد مفکورو پر عملي کولو بوخت دی. او ټرمپ په دغو هڅو کې د ماتیس ملاتړی دی. فکر کیږي چې دوی به له ایران سره د بین المللي منځګړو د «شپږګونې» تړون مات نه کړای شي، خو امریکا متحد ایالتونه کولای شي، چې د ایران پر ضد خپل نوي بندیزونه ولګوي او یا په زړو بندیزونو کې یو اړخیزې بدلونې راولي. د کانګرس د ډېری غړو ایران ضد احساسات همدا اوس راپارېدلي او داسې ښکاري چې په کانګرس کې به د ټرمپ ملاتړ وشي».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی