په ژوندی پڼه خپرونه
    Президент Сирии Башар Асад

    اسد وائي په ادلب کې د ګازو بريد نه دی شوی

    © AFP 2017/ Joseph Eid
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5611

    د سورئي ولسمشر د سپوتنيک سره په مرکه هغه څه چې په ادلب کې تر سر شوي دخپل نظرد څرګندولوپه اړه وويل :

    هيڅ کيمیاوي وسلې نه دی کارول شوي د اد امرسکا متحده ايالاتو له خوا يو تحریک ونکی او پاروونکی اقدام و، چې په نتیجه کې امریکائيانو دغه توجيه کړه او د شيعرات پر هوائي ډګر ئي د توغندیو بريدونه وکړل. د سورئي ولسمشر وويل که څه هم دسورئي اردو او الوتکو پر خان شیخون باندې بريدونه وکړل ،ځو کیمیاوي وسلي نه دي کارول شوي. د سورئي د ولسمشر په وينا د «سپینو خوليو » فلم چې په خان شيخون کې جوړ شوی د هغه نسخې سره په بشپړه توګه په تکر کي دي چې ګواکي په کیمیاوي وسلو کې «سارین» کارول شوي دي. د سورئي ولسمشر دغه څرګندونې په داسي حال کې کوي دکیمیاوي وسلو د منع نړيوال سازمان د رايو په اکثريت د روسيي او ايران وړانديزچې په خان شيخون کې ئي د لازياتو څيړنو وړانديزکړی وو رد کړي.برسيره پردې د سورئي موضوع به د ملګرو ملتونو دامنيت په شورا کې تر بحث لاندې ونیول شي. تمه ده چې د جمعي په ورځ په سوریه کې د بشري حقونو څخه دسرعړونې د ملګرو ملتونود پلټني خپلواک کمیسيون د امنیت شورا ته د هيواد دورستیو پيښو په اړه رپوټ وړاندې کړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی