په ژوندی پڼه خپرونه
    سازمان همکاری شانگهای

    دشانګهای دټولنې غړي هیوادونه دسیمې په امنیت په افغانستان کې دحالاتو داغیز له کبله اندیښمن دی

    © Photo/ Shanghai Cooperation Organisation
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 12211

    دشانګهای دهمکاریو ټولنه په افغانستان کې دکورنیو خبرو اترو دپالیسۍ دپیل دهڅو ملاتړ کوي. په دې هکله څرګندونې دقزاقستان دبهرنیو چارو وزیر کیرت عبدالرحمانوف کړې دي.

    نوموړي دجمعې په ورځ په استانه کې دشانګهای دهمکاریو دټولنې دغړو هیوادونو دبهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې په دې هکله وویل:«په څرګند ډول سره په ځینو هیوادونو کې حالات چې دشانګهای دټولنې دپولو باندې دي، داندیښنې وړ دي. دامنیت او ثبات په برخه کې په افغانستان کې د حالاتو اغیز ډیر جدي فاکتور دی. په دې هیواد کې دکورنیو خبرو اترو دپالیسۍ دپیل په موخه دافغانستان دملي یوالي دحکومت او دنړیوالې ټولنې دهڅو چې په راتلونکې کې به دا یو باثباته دولت وي، ملاتړ کوو».

    عبدارحمانوف په ټینګار سره وویل:«دشانګهای دتماس دډلې سره دکار پیل په افغانستان کې دثبات په لور یو مهم ګام ګڼل کېږي».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی