په ژوندی پڼه خپرونه
    لوروف د سورئي د کیمیاوي وسلو په اړه د روسيي د طرح په وړاندې د OPCW د مخنيوي له امله نیوکي وکړي

    لوروف د سورئي د کیمیاوي وسلو په اړه د روسيي د طرح په وړاندې د OPCW د مخنيوي له امله نیوکي وکړي

    © Sputnik/ Vitaliy Belousov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3510

    د ادلب پيښه چې موخه ئي په سوریه کې د رژیم بدلون دي دکیمیاوي وسلو د منع نړيوال سازمان OPCW درايو په اکثريت د روسيي د طرح سره مخالفت وکړ. دامطلب د روسيي د بهرنیو چارو وزیر سرګي لوروف د خپل چيني سیال وانګ ئي سره د خبرو پر مهال څرګند کړ.

    « په دې ډول زموږ د غربي همکارانو په دريځ کې په بشپړه توګه ناکامۍ ليدل کیږي چې زموږ خبره ددې حقيقت څرګندوئي کوي چې د کیمیاوی وسلو د منع نړيوال سازمان خپل پلټونکې د پيښي ځای ته نه ليږي او هغه هوائي ډګرته چې ګواکې له همهغه ځايه يو الوتکه والوتله چې کیمیاوي وسلي پکې وي او وکارول شوي» دامطلب لوروف څرګند کړی دي. د لوروف په عقيده دکیمیاوي وسلو د منع دسازمان له خوا د روسيي د وړانديز دنه منلو هدف په سوریه کې درژيم بدلول دي. « دااوس څرګنده شوه چې د هغه څه په اړه غلط معلومات چې وائي کیمیاوي وسلي دولت ددې دپاره کارولي دي چې د2254 پریکړه لیک د پلي کولو څخه ځان لیري کړي. ددغه سند له مخې د سورئي ټولې غاړي د سیاسي حل له پاره چمتو شي.چې پائيله ئي د رژيم بدلون دي. موږ په دې باور لرو او دې کارته اجازه نه ورکوو. » — دامطلب لوروف څرګند کړ. لو روف په ټينګار سره وویل « دغه ټولي اوازې د لندن او پاريس څخه پورته کیږي او ادعا کوي چې ددوی کارپوهانو د پیښي له ځای څخه نموني ټولي کړي دي». لوروف وائي « زموږ پوښتنو ته لندن ، پاريس او د کیمیاوي وسلو د منع سازمان چې دغه نمونې چا ، څه وخت تر لاسه کړي هيڅ ځواب نه وائي».- دامطلب لوروف څرګند کړ.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی