په ژوندی پڼه خپرونه
    چین د سوریې او شمالي کوریا په تړاو د روسیې ددریځ ملاتړ کوي

    چین د سوریې او شمالي کوریا په تړاو د روسیې ددریځ ملاتړ کوي

    © Sputnik/ Ramil Sitdikov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 68 0 0

    چین په ادلیب کې دپېښې په تړاو دڅېړنو تر سره کېدو په هکله دروسیې ددریځ ملاتړ او چمتو دی، چې دسوریې او شمالي کوریا په شمول په هغو سیمو کې چې شخړې په کې روانې دي، دسیاسي حل په بهیر کې مرسته وکړي. په دې هکله څرګندونې دچین دبهرنیو چارو وزیر وان اي د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف سره دکتنې پرمهال کړې دي.

    د یاد وزیر په وینا:«پرون د کیمیاوي وسلو په منع کوونکې ټولنه کې چین د روسیې له لوري سره په ګډه همکاري وکړه. مونږ په دې اند یو چې ستاسې روش ګټور او منطقي دی».

    وان دا هم وویل؛ چې "د شمالي کوریا د توغنديز سیستم په تړاو" چین او روسیې" په ګډه په ټاپووزمې کې د خبرو اترو له لارې د یو سوله ییز حل غوښتنه کړې ده."

    دیپلومات زیاته کړه:«مونږ په نړیواله ټولنه کې ستونزمنو حالاتو سره سره دغه ډول سخت کورس وساته. مونږ چمتو یو د روسیې سیالانو سره یو ځای ستراتیژیک همکاري وکړو، په نړۍ او په هغو سیمو کې چې شخړې روانې دي، دټیکاو په ټینګښت موخه دسیاسي لارو چارو له لارې کار وکړو». 

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی