په ژوندی پڼه خپرونه
    اسد په دې هکله، چې ولئ یې امریکايي الوتکې چې په الشعیرات یې برید کړی وو، په توغندي ونه ویشتلې، څرګندونې کړې دي

    اسد په دې هکله، چې ولئ یې امریکايي الوتکې چې په الشعیرات یې برید کړی وو، په توغندي ونه ویشتلې، څرګندونې کړې دي

    © AP Photo/
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 9910

    تروریستانو د سوریې تر ۵۰ سلنه ډیرددافع هوا سیستمونه له منځه وړي نو سوریې ځکه امریکایي توغندي چې په الشعیرات ورېدل، ونه ویشتل. په دې هکله څرګندونې د سوریې ولسمشر بشر اسد «سپوتنیک» سره دمرکې پرمهال کړې دي.

    بشر اسد وویل:« په لومړي ګام کې؛ ډیر خلک زمونږ او د سوریې ددافع هوا سیستم په هکله پوښتنې کوي. هغو دې ته دداسې بشپړ ځواک په سترګه چې هر ډول توغندی ویشتی شي، ګوري. زمونږ توغندي باید هدف وویني. ددې لپاره رادارو ته، چې زمونږ دهیواد هر کنج تر خپل چتر لاندې راوستی شي، اړتیا ده. خو په ریلف سترګې پټولی نه شو، خو لکه څنګه چې تاسي خبر یاست، کروز توغندي ددې لپاره چې د رادارو پټ شي، ریلف کاروي. ددې لپاره چې دهیواد هر کنج ولیدلای شو، غښتلي سیستم ته اړتیا ده. او دا به د توغندي د ویشتلو ښوونتیا راکړي». 

    «په دوهم قدم کې؛ښايي ډیر لږ خلک په دې پوه وي، چې ترهګرو د خپل فعالیت په لومړیو کې د سوریې ددافع هوا دسیستم په له منځه وړلو پیل وکړ. دا په هیڅ صورت د تش په نامه «د سولییزو لاریونونو» سره تړاو نه لري. ددې سیستم ډیرې برخې د ښارونو باندې په لرو پرتو سیمو کې ځای پرځای دي. هغوی ددافع هوا په سیستمونو بریدونه کول. دکړکیچ پرمهال ددافع هوا سیستم ډیر زیانمن شوی دی. نو دداسي توغندیو د ویشتلو په تړاو ډیر فاکټورونه شته».

    د سوریې د ولسمشر په وینا؛ ترهګرو د سوریې تر۵۰ سلنه ډیرددافع هوا سیستمونه له منځه وړي دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی