په ژوندی پڼه خپرونه
    اسد: سوریه او روسیه ددافع هوا دتوغندیو په شمول د نوو وسلو دلېږدولو په هکله خبرې کوي

    اسد: سوریه او روسیه ددافع هوا دتوغندیو په شمول د نوو وسلو دلېږدولو په هکله خبرې کوي

    © AP Photo/ SANA
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 11911

    سوریه او روسیه ددافع هوا دتوغندیو په شمول د نوو وسلو دلېږدولو په هکله خبرې کوي. سوریه د دافع هوا نوو سیستمونو تر لاسه کولو ته لیواله ده. په دې هکله څرګندونې د سوریې ولسمشر بشر اسد د «سپوتنیک» سره د مرکې پر مهال کړې دي.

    بشر اسد د«سپوتنیک» سره دمرکې پر مهال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ددافع هوا کومو نوو سیستمونو په هکله خبرې کېږي؛ وویل:«هو- دا هر وخت امکان لري. تر جګړې او یا هم د جګړې پر مهال. البته چې دجګړې وروسته به وسلو ته اړتیا ځکه ډیره وي، چې هغه به کارېدلې وي. دا د روسیې او سوریې د وزیرانو تر منځ دهرې ورځینیو اړیکو یوه برخه ده».

    نوموړي په همدې ډول څرګنده کړه؛ چې دمشق ددافع هوا د وروستي نسل سیستمونو لیوال دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی