په ژوندی پڼه خپرونه
    بشار اسد : لویدیځ یو ځل بیا دوه ګونې معیارونه کاروي

    بشار اسد : لویدیځ یو ځل بیا دوه ګونې معیارونه کاروي

    © Photo/ Press Service of the President of Syria
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2410

    کارپوه په ادلب کې د کیمیاوي برید په هکله د اسد خبرې داسې بیانوي : لویدیځ له پلټنو ډاریږي .

    د سوریې ولسمشر بشار اسد له ریانووستي اژانس سره په مرکه کې وویل: لویدیځ د سوریې د ادلب په خان شیخون کې دشوی کیمیاوي برید د پلټنې د هر ډول هڅو پر مخ خڼډونه جوړوي.
    کارپوه دمیتري ایګورچینکو له سپوټنیک راډیو سره په مرکه کې په دې هکله نظر څرګند کړ او وی ویل: لویدیځ یو ځل بیا دوه ګونې معیارونه کاروي.
    بشار اسد له ریا نوستي اژانس سره په مرکه کې زیاته کړه: د امریکا متحده ایالاتو او نورو لویدیځو هیوادونوـ په خان شیخون کې د شوی کیمیاوي برید د څیړنو د هر ډول هڅو مخه نیسي. د کیمیاوی وسلو د منع نړیوال سازمان ګواکې هیڅ څه نه ویني او هیڅ څه هم نه اوري.
    بشار اسد زیاته کړه: موږ په رسمي توګه د ملګرو ملتونو له ټولنې څخه غوښتنه وکړه تر څو د تحقیق لپاره د کارپوهانو یوه ډله د سوریې خان شیخون ته ولیږي. البته هغوی تر اوسه پورې څوک نه دې استولې ، ځکه چې لویدیځ هیوادونه او په خپله امریکا د هر ډول پلاوي د راتګ مخه نیسي.
    هغه یادونه وکړه: څو کاله پخوا هم کله چې ترهګر په حلب کې کیمیاوي برید تر سره کړل ، موږ د ملګرو ملتونو له ټولنې څخه غوښتنه وکړه تر څو د کارپوهانو ډلې سوریې ته د څیړنې په خاطر ولیږي. موږ غوښتل دا ثابته کړو چې ترهګر زموږ د اردو په مقابل کې زهرجن ګاز کارولی. وروسته نور دا ډول څو پیښې وشول خو ملګرو ملتونو سوریې ته د کارپوهانو له لیږلو څخه ډډه وکړه.
    ځکه چې که د کارپوهانو ډلې سوریې ته راشي نو ټولو ته روښانه شي چې په خان شیخون کې کیمیاوی برید ټول کیسې دی او په الشعیرات هوایي اډې کې د برید پلمې ټولې درواغې وي. د سوریې ولسمشر باور لري ،له همدې کبله هغوی څوک نه استوي.
    د روسیې د ولسونو د دوستۍ د پوهنتون د استراتیژیکو څیړنو او وړاندوینو د انستیتوت مرستیال دیمتري ایګور چینکو عقیده لري چې دلته د لویدیځو هیوادونو د دوه ګونې معیارونو نښې نښانې له ورایه ښکاري.
    د ملګرو ملتونو په ترکیب کې سازمانونه په تیره بیا د کیمیاوي وسلو د منع نړیوال سازمان هڅه کوي د څیړنو له ترسره کولو سره ځان لرې وساتي. په خواشینۍ سره باید باید وویل شي چې نوموړي جوړښتونه په سوریه کې د مخالفو لورو او ترهګرو له خوا د کیمیاوي برید د نورو پیښو په هکله ، د سوریې چارواکو نورو غوښتنلیکونو ته هم هیڅ ډول پاملرنه ونه کړه.
    دیمیتری ایګور چینکو له سپوټنیک سره په خپله مرکه کې زیاته کړه: دا ټول د دې ویندوی دي چې زموږ لویدیځ انډیوالانو سل په سلو کې دوه ګونې معیارونه چلوي. او په تاسف سره د ملګرو ملتونو ټولنه هم خپلواک رول نه لوبوي او نه شي کولای د پلټنو لپاره د یوې وسیلې په توګه عمل وکړي. د کارپوه په اند لویدیځ د ځانګړو دلیلونو له امله د هر ډول پلټنو مخه نیسي.
    دغه جوړښتونه « د ملګرو ملتونو ټولنه او د کیمیاوي وسلې د منع نړیوال سازمان » دواړه اوس د لویدیځو سیاسي با نفوسو شخصیتونو تر کنټرول لاندې قرار لري. دوی د هغو څیړنو چې د ټولو اصولو او غوښتنو سره سم سرته رسیدلې وي ، له پایلې ډاریږي. ځکه چې د دې شونتیاوې شته دا روښانه شي چې د دغه برید تر شا څه شي ولاړ دي. که د برید لپاره دلیلونه موجود وو ایا دغه دلیلونه د دې وړ وو چې لویدیځ اوس په مستقیم ډول د هغوي ملاتړ کوي ؟
    کارپوه وایي دا به څرګنده شي که دغه برید نه وو نو په دغه حالت کې دا د اطلاعاتي جګړه یوه عنصر وو.
    د سوریې مخالفیونو د اپریل په څلورمه نیټه د سوریې د ادلب ولایت په خان شیخون کې د کیمیاوي وسلو د مستقیم برید د ۸۰ تنو قربانیانو په هکله اعلام وکړ او د دغه برید پړه د سوریې د حکومتي ځواکونه پر غاړه واچاوه. دمشق په خپل وار د دغه برید مسوول وسله وال مخالفین او د هغوی ملاتړي بولي.
    امریکا متحده ایالاتو د هر ډول شواهدو د وړاندې کولو پرته د اپریل د ۷ نیټې په شپه د الشعیرات پر پوځي اډې ګوزار وکړ. ځکه چې د واشنګټن په وینا له همدغه ځایه د سوریې پوځ هوایي برید تر سره کړې.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی