په ژوندی پڼه خپرونه
    په زمبابوې کې خلک په څارویو کې زده کړې کوي

    د زمبابوې زده کوونکي به د ښوونځي فیس په وزو او پسونو ورکړي

    © Sputnik/ Taras Litvinenko
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 711

    زمبابوې د پوهني وزیر ویلي، هغه موروپلار چې د خپلو اولادونو فیس نغد نه شي ورکولای ، کولای شي ښوونځیو ته یې په بدل کې اوزې، پسونه او نور څاروي ورکړي.

    د زمبابوې د پوهنې وزیر "لزاروس دوکورا" له یوي ځايي دولتي ورځپاڼې «سنډی مېل» سره په مرکه کې ویلي، ښوونځي باید نرمښت ‌منونکي وي. کله چې د زده کوونکو له موروپلاره پیسې غواړي، نو نه یوازې څاروې دې ومنئ، بلکې که هغوی په کوم کاروکسب پوهېږي، د فیس په بدل کې دې د کار زمینه ورته برابره کړئ:"که په ټولنه کې خټګر وي، نو ښوونځی یې باید اولادونو د فیس په بدل کې کار ور کړي."
    د سنډی مېل ورځپاڼې په خبره، د دغه هېواد ځینې ښوونځي لا واردمخه د ښوونځیو د فیس د نغدو پیسو پر ځای د څارویو اخیستل پیل کړي دي.
    د زمبابوې د پوهنې وزارت یوه چارواکي د وزیر د خبرو په وضاحت کې ویلي، د کلیو او بانډو میندې او پلرونه دې د ښوونځيو په فیس کې څاروي ور کړي او هغوی چې په ښاري سیمو کې اوسېږي کولای د ښوونځي لپاره ځینې نور مشخص کارونه وکړی.
    دغه خبره له هغه اونۍ وروسته وشوه چې د زمبابوې حکومت د بانکونو پوروړیو ته وویل، د خپلو پورونو د خلاصولو لپاره بانکونو ته غوا، اوزه، پسه او نور څاروي ور کړئ.
    په خواله رسنیو کې د "ښوونځې د وزي د فیس په بدل کې" پر طرحې مسخرې او ټوکې لیکل شوي دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی