په ژوندی پڼه خپرونه
    نړۍ

    دمصري ښځې وزن ۲۵۰ کیلو ته رسیدلی

    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6301

    د ۳۶ کلنې ایمان احمد په اړه ویل کېدل چې په نړۍ کې د ډېر وزن لرونکې ښځه ده، خو اوس یې چې وزن بایللی، ښايي خپل وزني مقام له لاسه ور کړي.

    دوه میاشتې پخوا یوه مصرۍ میرمن ایمان احمد چي په نړۍ کې یې ترټولو زیات وزن لرونکې وه ، دوزن کمولو په موخه یوه ځانګړې الوتکه کې هندي روغتون ته ولیږدول شوه چي اوس یې دځانګړو جراحي اوطبي عملیاتو په ترڅ کې وزن له ۵۰۰کیلوګرام څخه ۲۵۰کیلوګرام ته راټیټه شوې دی.  

    د « سیفي روغتون» چارواکي وايي، له مصر څخه د وزن کمولو لپاره د ور وړل شوې ایمان احمد وزن له عملیاتو وروسته له ۵۰۰ کلیو څخه ۲۵۰ کیلو ته راتیټه شوی دی.
    ایمان احمد دمصردممبۍ ښار اسیدونکې ۳۶کلنه میرمن ده چي په نړۍ کې د زیات وزن لرونکي مقام ترلاسه کړې ،خوهغې وغوښتل چي نور دخپل وزن دراکمیدوعلاج وکړي په همدې موخه دهند دولت اومصرپه ګډه داغلې په وزن کمولو کې مرسته وکړه.
    نامتو ډاکټر« مضفل لکړاوالا» چي ایمان احمد ته یې عملیات رکړي وايي:ایمان احمد په وړکتوب کې دمغزي ګوزڼ ناروغۍ لرلې ، چي اوس هم په ځینو مواردو کې هغې ته ستونزې ایجادوي خوده ډاډ ورکوي چي ډیرژربه نورهم ددې وزن کم شي ترڅوپه دسي ټي سکین په ماشین کې ځای شي اوهغه ناروغي چي دې په وړکتوب کې لرلی علت یې څرګند اوعلاج یې وشي.
    هغې خپلوان وايي، اغلې احمد عبدالاتي د وزن له لاسه له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې له کوره بهر نه ده وتلې، خو اوس د روغتون چارواکي وايي، له وزن کمېدو وروسته نوموړې تر ډېرې مودې پر څوکۍ کېناستلی شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی