په ژوندی پڼه خپرونه
    بشار اسد: امریکا غواړی چې داعش دير الزور ونیسی

    بشار اسد: امریکا غواړی چې داعش دير الزور ونیسی

    © Photo/ Press Service of the President of Syria
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1610

    امریکا د «اسلامی دولت» هغه ترهګرو ته، چې د موصل څخه ايستل شوی، اجازه ورکوي د سوریې خاوری ته ورننوځی او په دير الزور کې د سوریي د حکومت دریځ ته زيان ورسوي. دا خبری د سوريي ولسمشر بشار اسد د سپوتنیک خبری آژانس سره په مرکه کې کړی.

    د هغه په وينا، واشنګتن غواړی چې د داعش وسله وال د سوريي دا ښار ونیسی.

    هغه په نښه کړي، « د داعشیانو دقيق شمير چې سوریي ته ننوځی، ندی معلوم، ځکه چې اوس پولې خلاصي دی او هلته د سوريي پوځ، پولیس او دولت شتون نلری. په ورته وخت کې د دغو سيمو د اوسيدونکو د معلوماتو له مخی، اټکل کیږی چې د داعش لسګونه زره وسله وال سوريي ته ننوتې دی.»

    د سوريي ولسمشر: «امریکا په موصل کې د داعش په وړاندی جګره کوی. هغوی د داعش پر ضد دي، خو په ورته وخت کې د هغوی څخه ملاتړ کوی او هغوی ته اجازه ورکوي چې د عراق څخه سوريي ته وتښتي. دا په دې مانا چې هغوی داعشیانو سره مرسته کوی ترڅو دير الزور ښار ته راشي او پدی ښار کې د سوریې د پوځ دریځ کمزوری کړي. دوی غوښتل چې دير الزور ښار د داعش تر کنترول لاندی راشی، او وروسته د داعش مشرتابه سره خبرې اترې وکړی او هغوی اړ کړی چې دير الزور پرېږدي، بیا نړي ته اعلان وکړی چې دوی دير الزور ښار د داعش څخه آزاد کړی. دا تکیتیک په جرابلس، عين العرب او نورو سیمو کې کارول شوی.»

    اړیکه ټینګوونکی:

    بشار اسد : لویدیځ یو ځل بیا دوه ګونې معیارونه کاروي
    د سوریې جمهور رییس بشار اسد د سپوتنیک سره په مرکه کی د داعش د مشر ابوبکر البغدادي د نیولوکیدو خبرونه دروغ وبلل
    رسنۍ د یوه سړي پر ضد. CNN پر بشار اسد نوی ګوزار وکړ
    تیلرسون د روسیې څخه غوښتنه کړي چې د امریکا او بشار اسد تر منځ یو انتخاب کړې
    بشار اسد: امریکا متحدو ایالتونو پر سوریه باندې په خپلو ګوزارونو د ترهګرو د مورال د لوړولو هڅه کوله
    یو ایرانی کارپوه وایي: بشار اسد هیڅکله د خپل ولس په وړاندې د کیمیاوي وسلې کارولو ته لاس نه اچوي
    د اسپانیا محکمه غواړي چې د بشار اسد د حکومت د جنایتونو پلټنه وکړي
    «سپوتنیک» د بشار اسد «وژونکي» رسوا کړل
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی