په ژوندی پڼه خپرونه
    د ښکلا ملکه، چې پر مخ يې تیزاب ورشېندل شوی وو، د لومړی ځل لپاره خپل مخ وښودل

    د ښکلا ملکه، چې پر مخ يې تیزاب ورشېندل شوی وو، د لومړی ځل لپاره خپل مخ وښودل

    © Fotolia/ fabiomax
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 16501

    د «ایټالیا ملكه» د ښکلا د سیالۍ پخواني ګډونکونکي ۲۷ کلنه جسیکا نوتارو، چې مین یې ددي په وجه چې ورڅخه جلا شوی وه، پر مخ تیزاب شیندلې وو. نوموړی د لومړی ځل لپاره د خپل مخ ټپونه د ايټالوي تلویزیون د نامتو خپرونی له لاری وښودل.

    د Daily Mail راپور له مخی، هغه د  Maurizio Costanzo Showپه خپروني کې را څرګنده شوه. د خپروني په پيل کې جسیکا نوتارو خپل مخ په پوړني پټ کړی وو، خو وروسته یې پریکړه وکړه چې خپل ټپي مخ لیدونکو ته ښکاره  کړي.

    نوتارو په ٢٠٠٧ کال کې د «ایټالیا ملکه» په سیالۍ کې لومړې مقام تر لاسه کړی وو، په وروستیو کلونو کې یې کوښښ کاوه چې په تلویزیون کې دنده تر سره کړي او نامتو سندرغاړي شې.

    ​د ٢٠١٧ کال د جنوري په میاشت کې د برید څخه وروسته هغه د دوو میاشتو په موده کې په روغتون کې د درملنې لاندي وه، چې د دوستانو او خپلوانو سره به یې د ښيښي تر شا خبری کولي. اوس مهال هغه په منظمه توګه د درد او عفونیت ضد درمل او مرحمونه استعمالوې او د لمر د وړانګو څخه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه کوي. کله چې د هغی د مخ ټپونه بیښي جوړ شې، بیا به ورته د پلاستیکي جراحي اجازه ورکړای شې.

    پر نجلۍ د برید په تور د هغې پخواني مین د کیپ ورد اوسیدونکی جیورجي ادسون تاوارس، کوم سره چې دری کاله د مخه  د ریمینی ښار په دلفین تم ځای کې په ګډه کار کاوه او آشنا شوي وو، تورن شوي. د هغوی تر منځ ورځ په ورځ تاوتریخوالي زیاتیده، چې د تیر کال په اګست میاشت کې یو د بل څخه جلا شول. تاوارس د ‌‌‌‌‌‌ډیره قهره په وار وار هغي ته ګواښونه کول.

    #ascolto jessicanotaro da 5 minuti e sono colpito dalla lucida forza. Straordinario esempio di Donna #mauriziocostanzoshow pic.twitter.com/EDft1sPySV

    — Pino Ferrara (@pino_ferrara) 20 апреля 2017 г.

    اړیکه ټینګوونکی:

    د « امریکا د ښکلا ملکه-۲۰۱۷» کانکور
    په ایټالیا کې د ځمکې تر ټولو زړه ښځه مړه شوه
    په ایټالیا کې د هغو رستورانتونو شمیرل پيل شوې، چې د مافیا لخوا کنټرول کیږي
    په ایټالیا کې یوي کورنۍ د لوڅ سر په جرم د خپلی لور سر کل کړي
    د ایټالیا پولیسو Lamborghini موټرونه ترلاسه کړل
    په ایټالیا کې د سرو زرو بوټانو د جوړولو کار پيل شو
    ټولپوښتنه: د ایټالیا او د جرمني له دریمې برخې ډیر وګړي کریمیا د روسیې یوه برخه ګڼي
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی