په ژوندی پڼه خپرونه
    امریکا د ښځو لپاره اوبتلي جوړوی (وېډيو)

    امریکا د ښځو لپاره اوبتلي جوړوی (وېډيو)

    © REUTERS/ Michelle McLoughlin
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5301

    امریکايي ښځو ته نه یوازی اجازه ورکړ شوی، چې په سمندري ځواکونو کې خدمت وکړی، بلکې هغوی ته به ځانګړی اوبتلي هم جوړی شی.

    د NavyTimes راپور له مخې، د جنسیت د برابرۍ لومړی قربانی به د «ویرجینیا» اټومي اوبتل وی. نوي بېړۍ به په زیاتو شاورونو او تشنابونو سمبال شی، سربیره پر دې د نارينو او ښځو تشنابونه به جلا وی. د خوب دری پړو کټونه کې به زینه نصب شی. همدارنګه د بېړۍ د کنټرول سیستم به هم د ښځو لپاره آسان شی.

    د راپور له مخی، «نیو جرسي» به لومړی اوبتل اوسی چې د جنسیت د برابرۍ په چوکات کې جوړیږی. د یاد شوی اوبتل د جوړولو کار به په ۲۰۲۱ کال کې پای ته ورسیږی.

    اوس د امریکا په سمندري ځواکونو کې ۸۰ تنه ښځينه افسرانۍ دنده ترسره کوی او پنځوس نوري به په نږدی راتلونکو کې خپل کار پيل کړی. کار پوهان په دي باور دی، چې د دوی شمیر به لا زیات شې. د لومړي ښځينه افسرانو له جملی څخه یوی افسري مارکت لیواک ویلی، چې هغه تر اوسه پوری د ستونزو سره نه ده مخامخ شوي، خو ښه به وو که بندي او هرمونه لږ لاندي ځای پر ځای شوي وو. په ځانګړي توګه د عمله په منځ کې که میانه یا ټيټ قدی نارینه اوسي، ورته به ښه وي. د نارینه او ښځينه تشناب او شاور هم شریک دي، پر دروازه باید د خبرداري پاڼه وځړول شي. که په اوبتلو کې ښځينه پرسونل زیات شي، بیا هم دغه اړتیاوو ته باید پاملرنه وشي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی