په ژوندی پڼه خپرونه
    په وینزویلا کې د ناکراریو له امله د وژل شوو کسانو شمیر ١٢ تنو ته رسیدلي

    په وینزویلا کې د ناکراریو له امله د وژل شوو کسانو شمیر ١٢ تنو ته رسیدلي

    © AFP 2017/ Juan Barrreto
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 410

    د وینزویلا څارنوالۍ خبر ورکړی، چې په کاراکاس کې د جمعې د شپي د اخ و ‌‌‌‌‌‌ډب په ترڅ کې د وژل شوو کسانو شمیر ١٢ ته رسیدلي دي.

    مخکې د ١١ تنو د مرګ او اووه تنو د ټپي کیدو خبر ورکړ شوی وو.غلا او لوټول د پاروکیا-دل-والی په سیمه کې د پنجشنبې په شپه پيل شو او تمامه شپه یې دوام درلود. دغه پيښي د دوو ورځو لارویونونو نه وروسته، چې په پایله کې یې څلور تنه مړه شوی وو، رامنځته شوه.

    د اپریل د ۴ نيټي راهیسي کله چې پراخ لارویونونه پيل شول، د ٢٠ څخه زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوختي. په وینزویلا کې  ټولیز لارویونونه د سترې محکمې د پریکړې وروسته پيل شول، چې د ملي شورا د مخالفینو واک يې په جدي توګه محدود کړي.

    دغه پریکړه وروسته لغوه شوه، خو د اپوزیسیون پلویان لارو کوڅو ته راووتل او د محکمې د غړو د استعفا غوښتنه یې کوله.

    اړیکه ټینګوونکی:

    د وینزویلا جمهور رییس نیکولاس مادورا نیت لري له «ورور هیواد» روسیې کتنه وکړي
    په وینزویلا کې د بریښنا د لګښت کمښت په موخه یوه اونې رخصتي اعلان شوې
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی