په ژوندی پڼه خپرونه
    هڅه کیږي چې د ټرمپ پر ضد ارواپوهان وکاروي

    هڅه کیږي چې د ټرمپ پر ضد ارواپوهان وکاروي

    © REUTERS/ Dominick Reuter
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6422

    د رسنیو د خبرونو له مخې دیموکراتان غواړي چې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فکري روغتیا د نه ښه والي په پلمه له واکه لرې کړي. د روسیې یو امریکاپوه دمیتري میخېېف له «سپوتنیک» راډیو سره په مرکه کې دغه ټکي ته پاملرنه راوګرځوله، چې دا لومړی ځل نه دی، چې دغه مسأله راپورته کیږي.

    The Hill لیکي چې دیموکراتان غواړي، د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فکري روغتیا د نه ښه والي په پلمه له واکه لرې کړي.

    «له ښې توښې نه د وتلو احمقانو پېر» تر سرلیک لاندې لیکل شوې مقاله هغه چا ته بېله شوې، چې له ټرمپ څخه ناهیلي شوي دي.

    سناتور اېرل بلیومېناور وړاندیز کړی، چې د هېواد په اساسي قانون کې دې پر راوړل شوې ۲۵-مې سمونې نوې کتنه وشي. د اساسی قانون دغه ماده د دولت د مشر د واکمنیزې مودې له پایته رسېدو دمخه د ده د واک مودې د لنډولو چارې تنظیموي. دغه دیموکرات سناتور غواړي، چې د امریکا متحدو ایالتونو پخواني ولسمشرانو او مرستیال ولسمشرانو ته د دې حق ورکړي، چې د سپینې ماڼۍ د برحال ولسمشر، د کاري وړتیا نه لرونکی وګڼلای شي. د دغې پرېکړې د تصویبېدا لپاره د وزیرانو او د کانګرس د دواړو جرګو د غړو د دوو پر درو برخو ملاتړ ته اړتیا ده.

    د امریکا متحدو ایالتونو په اساسي قانون کې د بدلې شوې ۲۵-مې مادې پر سر د نوو خبرو د راپورته کېدو پلمه د ټرمپ له کچې وتلی چلند دی.

    د روسیې امریکاپوه دمیتري میخېېف له «سپوتنیک» راډیو سره په مرکه کې وویل، چې دا لومړی ځل نه دی، چې د ټرمپ د فکري روغتیا مسأله راپورته کیږي.

    کارپوه دمیتري میخېېف له «سپوتنیک» راډیو سره په مرکه کې زیاته کړه: «یو کال پخوا هم ډېرو معتبرو امریکایي رسنیو ولیکل، چې ټرمپ په فکري روغتیا کې داسې نیمګړي لري، چې له ورایه ښکاري: خپل ځان ورته ډېر لوی ښکاري، احساساتي او ژر په غوسه کیږي. تقریبا یوه نیمه میاشت پخوا د امریکایي ارواپوهانو ټولنې کانګرس ته په خپل لېږلي لیک کې د دې وړاندیز وکړ، چې ټرمپ دې د اروایي روغتیا له اړخه، بې له دې چې تر مستقیو طبي کتنو لاندې ونېول شي، وڅېړل شي. تر اوسه په همدې تړاو د ارواپوهانو او د عقلی عصبي ناروغیو د درملګرو ډاکترانو ۳۰ زره لاسلیکونه راټول شوي دي. دوی د دې غوښتنه کوي، چې ټرمپ دې د فکري ناروغتیا له امله له واکه لرې شي. او اوس ، لکه چې ښکاري، دیموکراتانو پرېکړه کړې، چې د ارواپوهانو او د عقلي عصبي ناروغیو د درملګرو ډاکترانو له همدغه مسلکي نظره استفاده وکړي. دوی غواړي د هېواد د اساسي قانون په ۲۵ ماده کې اړونده بدلون راولي. په دغه ماده کې ویل کیږي، چې ولسمشر، چې بدني روغتیا یې د دولت د چارو د چلولو شونتیا نه ورکوي، له واکه لرې کېدای شي. دوی غواړي چې په دغه ماده کې یوازې د فکري روغتیا ویي ورزیات کړي. او د دغه کار د کېدو لپاره د کانګرس د دواړو جرګو د دوو پر درې برخو ملاتړ اړین دی. که چېرې دغه کار وشي، نو د مسلکي ارواپوهانو د نظریې کارولو ته به پلمه جوړه شي».

    دمتیري میخېېف دا هم وویل چې په امریکا متحدو ایالتونو کې همدغه ډول پېښې شوي. دی په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاتوي:

    «د ۱۹۶۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوریتپال ګوند له پلوه د ولسمشر چوکۍ ته د کاندید باري ګولداوتېر پر ضد هم په زرګونو لاسلیکونه راټول شول، خو له دې امله چې هغه د ولسمشر چوکۍ ته یوازې کاندید وو، په کانګرس کې د موضوع څېړلو ته اړتیا پاتې نه شوه. خو د هغه په مخالفت د دغو لاسلیکونو راټولېدا، د رایه ورکوونکو پر دریځ خپل اغېز وکړ».   

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی