په ژوندی پڼه خپرونه
    کې د امریکا تر ټولو ستر غیر اتومي بم استعمال، لاهم نړیوال غبرګونونه لري

    کې د امریکا تر ټولو ستر غیر اتومي بم استعمال، لاهم نړیوال غبرګونونه لري

    © REUTERS/ US Air Force Photo
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1621

    د جرمني شنه ګوند په افغانستان کې د ټولو بمونو د مور بم استعمال ملکي تلفاتو ته د واشنګټن بې پامي ګڼلې او د جرمني له حکومته یې ددې پېښې پر وړاندې د روښانه دریځ نیولو غوښتنه کړې ده.

    د شنه ګوند دفاعي سیاستواله مېرمن اګنیستکا بروګر دې ولټ ورځپاڼې ته وویل، چې په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ په لنډه دوره کې پر سوریه او افغانستان د امریکا د سختو او پرله بسې بمباریو رپوټونه ورکول کیږي.
    اګنیستکا بروګر د شنه ګوند د امنیتي چارو ویانده
    ((د ډونالډ ټرمپ په ولسمشر کیدو سره یوه ناوړه ستراتیژي رامنځته کیږي، چې نور به د ملکي تلفاتو مخنیوي ته پکې کمه توجه کیږي. ټرمپ غواړي د زیانونو له ارزولو پرته په دغو پوځي اقداماتو ځان د عمل په صحنه کې وښيي، خو تروریزم په پوځي لارو نه ورکیږي. افغانستان تر ۱۵ کلونو زیاتې جګړې وروسته، لا هم له سولې او امن څخه نه دی برخمن شوی)).


    بروګر، چې د جرمني د شنه ګوند د امنیتي سیاست ویانده ده، وايي، ددغه برید په تړاو د انګلا مرکل د حکومت تګلاره د هغې له کورنیو تاکتیکونو سره سمه ده، چې د افغانستان شرایط د واقعیت خلاف، ښکلي وښيي او په دې توګه له جرمني نه د افغان کډوالو د ایستلو سیاست جاري وساتي.
    اګنیستکا بروګر د شنه ګوند د امنیتي چارو ویانده
    ((د امریکا دا ډول اقدامات ملکي مرګ ژوبله او تاوتریخوالی لا ډیروي. د جرمني دولت باید بالاخره ددغسې خطرناکو اقداماتو پر وړاندې د بې تفاوته پاتې کېدو پرځای روښانه دریځ ونیسي)).
    د جرمني شین ګوند په داسې حال کې پر اچین د امریکا بمي برید غندي، چې له دې وړاندې د امریکا د نیوجرسي شنه ګوند هم د یوه لاریون په ترڅ کې د امریکا دغه غیر اتومي ازمویښت غندلی او ویلي یې دي، چې د دوی ګوند د امریکا د پوځي سیاستونو، د نورو هېوادونو د ملي حاکمیت د نقضولو او د افغانستان د ۱۵ کلن اشغال مخالف دی.

    اړیکه ټینګوونکی:

    اجرائيه رياست: د بمونو مور ګاونډيانو ته پیغام وو
    امریکائي رسنيو واشنګتن ته د روسيي « دټولو بمونو پلار» يادونه وکړه
    افغان سفیر: افغانستان کې د بمونو کارول انساني عمل نه دی
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی