په ژوندی پڼه خپرونه
    رسنۍ: شمالي کوریا استرالیا په هستوي ګوزار ګواښلې ده

    رسنۍ: شمالي کوریا استرالیا په هستوي ګوزار ګواښلې ده

    © AP Photo/ Ng Han Guan
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8701

    شمالي کوریا استرالیا ته په هغه صورت کی د هستوي ګوزار ګواښ کړی، که چیرې د هغې چاروکي د پیونګ یانګ په اړوند د امریکا په سیاسي لاره شي. په دې هکله د ABC تلویزیون د شمالي کوریا د بهرنیو چارو د وزارت له قوله خبر ورکړی.

    دا اعلامیه د استرالیا د بهرنیو چارو د وزیرې جولي بیشوپ د څه موده مخکې مرکې په ځواب کی صادره شوې چی په هغو کی نوموړې ویلي وو چی د شمالي کوریا اتمي پروګرام د استرالیا لپاره «جدی ګواښ» رامنځ ته کوي. بیشوپ پر استرالیا د ګوزار احتمال هم مستثنی نه کړ.
    د شمالي کوریا د بهرنیو چارو د وزارت استازي وویل:«د استرالیا اوسنی حکومت په پټو سترګو او په ډیره خوښی د امریکا تګ لاره تعقیبوي. که چیرې استرالیا په ټینګار په امریکا پسې د شمالي کوریا په ګوښه کولو او ټکولو کی لاړه شي، دا به د شمالي کوریا د ستراتیژیکو ځواکونو د هستوي ګوزار په زون کی د واقع کیدو ځان وژونکۍ عمل وګرزي».
    د کوریا په ټاپو وزمه کی حالات یوځل بیا د تیرکال په پیل کی هغه وخت کړکیچن شول، کله چی پیونګ یانګ هستوي آزموینه تر سره کړه او له مصنوعي سپوږمی سره یې بالیستیکي توغندی وتوغاوه. د ۲۰۱۶ کال په سپتمبر کی شمالي کوریا یوه بله هستوي آزموینه تر سره کړه. سربیره پر دې، د کال په بهیر کی یې د شلو په شاوخوا کی د بالیستیکي توغندیو آزموینې تر سره کړې دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی